د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران د رهبرۍ پر دفتر برید او د یو شمېر لوړپوړو پوځي او سیاسي چارواکو وژل کېدل ښايي د یوې امنیتي نیمګړتیا له امله شوي وي.
عراقچي د ایران په دولتي تلویزیون کې یوې خپرونې ته ویلي، داسې ښکاري چې یو امنیتي نفوذ یا تشه موجوده وه چې د جګړې له لومړۍ ورځې د لوړپوړو چارواکو له غونډو خبر وه.
هغه ويلي چې د ایران د رهبرۍ د دفتر د برید پر مهال د علي اصغر حجازي دفتر او هغه غونډه هم هدف و چې ده پکې ګډون درلود.
عراقچي ویلي، هغه د برید په ورځ سهار له حجازي سره لیدلي وو او د مذاکراتو او د جګړې د وضعیت په اړه یې راپور ورکړی و؛ خو وروسته هماغه ځای په نښه شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې په هماغه ورځ د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا غونډه هم له ټاکل شوي ځایه بهر جوړه شوې وه، خو د دې بدلون لامل روښانه نه و.
هغه د علي شمخاني د غونډې یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې شمخاني له یو شمېر پوځي قوماندانانو سره غونډه کړې وه چې هغه او د غونډې یو شمېر ګډونوال په برید کې ووژل شول.
عراقچي ویلي، د ایران له خوا له مخکې پلان شوی و چې که د هېواد پر رهبر برید وشي، د هرمز تنګي د تړلو په ګډون به ځوابي اقدامات ترسره کړي.

