د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
کرزي په یوه پیغام کې ویلي چې د دې پېښې له امله یو شمېر هېوادوالو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.
هغه د سېلابونو د قربانیانو کورنیو او ټولو زیانمن شویو کسانو ته د زړه صبر غوښتنه کړې او ځان یې په دې غم کې شریک بللی دی.
نوموړي له ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې په دې سختو شرایطو کې د نورستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي او د هغوی لاسنیوی وکړي.

