د هند د ستر صنعتي شرکت ټاټا ډلې د بازار ارزښت نږدې ۹۹۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې د پاکستان د ټول ناخالص کورني تولید (GDP) له شاوخوا ۳۴۸ میلیارده ډالرو نږدې درې برابره لوړ دی.
اقتصادي شمېرې ښيي چې د هند د یوه لوی صنعتي بنسټ ارزښت اوس د یوه ګاونډي هېواد له ټول کلني اقتصادي تولید څخه هم اوښتی، چې دا موضوع د هند او پاکستان ترمنځ د اقتصادي واټن د زیاتېدو نښه بلل کېږي.
ټاټا ډله چې د هند له تر ټولو پخوانیو او پراخو صنعتي بنسټونو څخه ده، د موټرو، معلوماتي ټکنالوژۍ، فولادو، انرژۍ، هوايي چلند او ګڼو نورو برخو کې فعالیت لري.
د دې ډلې د شرکتونو پراختیا او نړیوال حضور د هند د اقتصادي ودې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.
بل لور ته، پاکستان په وروستیو کلونو کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د دغه هېواد اقتصاد د لوړو بهرنیو پورونو، انفلاسیون، د پانګونې د کمښت، د اسعارو د فشار او کمزورې اقتصادي ودې له ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.
اقتصادي کارپوهان وايي، د هند چټکه صنعتي وده، د لویو شرکتونو پراختیا او د پانګونې زیاتوالی د دې لامل شوی چې دغه هېواد په نړیوال اقتصاد کې خپل ځای پیاوړی کړي.
په مقابل کې، د پاکستان اقتصادي ستونزې د دې سبب شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن نور هم پراخ شي.

