ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۴۰ کسانو زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، په دې طبیعي ناورین کې لسګونه کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور لا هم ورک دي.
د هغه په وینا، سېلابونو د نورستان مرکز پارون او یو شمېر نورو سیمو ته درانه زیانونه اړولي، چې له امله یې استوګنیز کورونه، دولتي ودانۍ او سوداګریز مرکزونه ویجاړ شوي دي.
دوجاریک زیاته کړې چې ملګرو ملتونو له خپلو شریکو ادارو سره د زیانونو ارزونه پیل کړې او روغتیايي ډلې او د ژغورنې ټیمونه یې سیمې ته استولي دي.
نوموړي ویلي، له یو شمېر سېلابځپلو کورنیو سره لومړنۍ بېړنۍ مرستې هم شوې دي.
بل لور ته، د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې د نورستان د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۳ تنه اعلان کړی او ویلي یې دي چې تر ۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
په نورستان کې وروستي سېلابونه د دې ولایت له وروستیو کلونو تر ټولو سختو طبیعي پېښو څخه بلل کېږي، او مرستندویه بنسټونو ته غوښتنه شوې چې له زیانمنو شویو کورنیو سره د ژغورنې او بشري مرستو په برخه کې مرسته وکړي.

