چهارشنبه, جولای 22, 2026
Homeکورپاڼهاروپا د بې‌سارې ګرمۍ تر اغېز لاندې؛ساینسپوهان یې اقلیمي بدلونونه اصلي لامل...

اروپا د بې‌سارې ګرمۍ تر اغېز لاندې؛ساینسپوهان یې اقلیمي بدلونونه اصلي لامل بولي

ساینسپوهانو ویلي، هغه پراخه توده څپه چې په دې وروستیو کې یې د لوېدیځې اروپا ګڼ هېوادونه اغېزمن کړي، د سیمې په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو سخته بلل کېږي او د دوی په باور، د انسان له لوري رامنځته شوي اقلیمي بدلونونه یې اصلي لامل دي.

د څېړنو له مخې، د اروپا له ۸۵۰ لویو ښارونو نږدې نیمایي اوس د بې‌ساري تودوخې فشار تجربه کوي.

کارپوهان وایي، د لوړې تودوخې او زیات رطوبت ګډ اغېز د بدن طبیعي یخېدو بهیر ټکنی کوي، چې په ځانګړي ډول د ماشومانو، سپین‌ږیرو او ناروغانو لپاره جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کوي.

سږکال د تودوخې څپې په څو اروپایي هېوادونو کې د هوا د تودوخې پخواني ریکارډونه مات کړي دي.

په بریتانیا کې د جون میاشتې تر ټولو لوړه تودوخه ثبت شوې، او په نورو سیمو کې هم د ګرمۍ له امله روغتیايي خدمات تر فشار لاندې راغلي، ښوونځي موقتي تړل شوي او د ترانسپورټ په ځانګړي ډول د رېلګاډو او الوتکو په تګ‌راتګ کې ګډوډي رامنځته شوې ده.

د نړیوال اقلیم د ارزونې کنسورشیم (World Weather Attribution) ویلي، که دا توده څپه څو لسیزې مخکې رامنځته شوې وای، د نن ورځې په پرتله به یې تودوخه څو درجې ټیټه وه.

څېړنه دا هم څرګندوي چې د ډېرې تودوخې له امله د خلکو د خوب ګډوډوونکې شپې اوس د پخوا په پرتله څو برابره زیاتې شوې دي.

اقلیم‌پوهان خبرداری ورکوي، که د شنوخونو ګازونو د خپرېدو مخه ونه نیول شي، نو د اروپا او نړۍ په نورو برخو کې به د دې ډول سختو تودوخو تکرار لا ډېر او اغېزې به یې هم درنې شي.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو او مرستندویو بنسټونو کارپوهانو د پاکې انرژۍ کارولو، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومو زیربناوو جوړولو او د عامې روغتیا د خوندیتوب لپاره د لا ډېرو پانګونو غوښتنه کړې ده.

دوی ټینګار کوي چې د تودوخې د خبرداري سیستمونه مهم دي، خو د اقلیمي بدلون د اصلي لاملونو له کنټرول پرته به د راتلونکو کلونو دوبي لا پسې ګرم او خطرناک وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here