د پنجاب په زندانونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر مشرانو د اوږدې مودې بند پر ضد، پر ټولنیزو رسنیو د هغوی د خوشې کېدو غوښتنې پراخ کمپاین پیل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د پښتون ملتپال مشر حاجي صمد د ازادۍ لپاره د «#SaveHajiSamad» تر هشتګ لاندې پراخ کمپاین روان دی او ګڼو فعالانو، مدني شخصیتونو او د غورځنګ پلویانو د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
سرچینې وایي، دا مهال نورالله ترین، حنیف پښتین او فرید افریدی لا هم لادرکه دي او د هغوی د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
همدارنګه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر، حاجي صمد او زبیر شاه اغا په پرلهپسې توګه د بېلابېلو قضیو په تړاو محکمو ته وړاندې کېږي.
د کمپاین ګډونوال ټینګار کوي چې د ټولو بندي او لادرکه فعالانو په اړه باید روڼتیا رامنځته شي او هغوی ته دې د قانون له مخې خپل اساسي او بشري حقونه ورکړل شي.

