یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 80

مجتبی خامنه اي ته منسوب پیغام:زموږ سمندري ځواکونه او ډرون الوتکې د دښمن لپاره هر وخت اماده دي

0

د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه اي ته منسوب پیغام، خپور شوی چې پکې یې د پوځ رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې دا ځواک د انقلاب وروسته د ملت له منځه راټوکېدلی او د هېواد د دفاع اصلي ستن ګرځېدلی دی.

په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د ایران پوځ د امریکا، د پخواني پهلوي نظام د پاتې عناصرو او تجزیه‌ غوښتونکو پر وړاندې ولاړ پاتې شوی او په بېلابېلو پړاوونو کې یې «حماسي» رول لوبولی دی.

مجتبی خامنه اي، همدارنګه ادعا کړې چې د ایران پوځ اوس هم د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د «استکبار جبهې» پر وړاندې په جګړه بوخت دی، او زیاته کړې یې ده چې د پوځ بې‌پیلوټه الوتکې پر امریکایي او اسرائیلي اهدافو بریدونه ترسره کوي، او سمندري ځواک یې د نورو احتمالي عملیاتو لپاره هم چمتو دی.

په پیغام کې د پوځ د لا پیاوړتیا ژمنه هم شوې او ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ځواک د پرمختګ لپاره نوي تدابیر اعلان شي.

د یادونې وړ ده چې په دې پیغام کې د ایران د پخوانیو پوځي قوماندانانو او جګړه‌ییزو څېرو ستاینه هم شوې او هغوی د راتلونکو نسلونو لپاره د بېلګې په توګه یاد شوي دي.

العربیه:هرمز تنګي کې، د هند د تېلو کښتۍ هدف ګرځېدلي

0

د العربیه د راپور پر بنسټ، هرمز تنګي کې د یوه تازه امنیتي پېښې خبر ورکړل شوی، چې پکې یوه هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې ده.

د راپور له مخې، د کښتیو د څار ادارې ویلي چې دغه کښتۍ د عراق شاوخوا دوه میلیونه بېرله تېل لېږدول او د پېښې پر مهال د هرمز تنګي له لارې روانه وه.

سرچینې زیاتوي چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونه دوه هندي کښتۍ اړ کړې چې له سیمې ووځي او د تنګي اوبه پرېږدي.

همدارنګه، د بریتانیا سمندري ځواک ویلي چې د عمان له ساحل څخه شاوخوا ۲۰ مایله لرې د یوه احتمالي برید راپورونه ترلاسه شوي دي.

دغه پېښه تر هغه څو ساعته وروسته رامنځته شوې چې د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ، د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه بېرته عملي کوي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پطرولیم وزارت:د ټاپي پروژې نل‌لیکه ۴۴کیلومټره غځول شوې او ۱۲۴کیلومټره نور مسیر هم ورته چمتو شوی

د طالبانو حکومت وایي، د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې رغنیز کارونه په وروستیو میاشتو کې چټک شوي او د پروژې عملي بهیر په منظم ډول مخ ته روان دی.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۴ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې ده.

د وزارت په وینا، د نل‌لیکې د دوام لپاره ۱۲۴ کیلومټره نور مسیر هم چمتو شوی او تخنیکي چارې یې بشپړې شوې دي.

ټاپي پروژه، چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي، د سیمې له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي او تمه ده د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې او کاري فرصتونه رامنځته کړي.

تسنیم خبري اژانس:ایران امریکایي لوري ته د نه موافقت خبر ورکړی

0

وروسته له هغه چې ایراني رسنیو د دویم پړاو له پیل سره د تهران د نه‌موافقت خبر ورکړی، د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو راتلونکی پړاو له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوی.

د ایران تسنیم خبري اژانس ، راپور ورکړی چې تهران د «امریکايي لوري د زیاتو غوښتنو» او همدارنګه د سمندري فشارونو له امله، تر دې دمه د خبرو د دوام لپاره شین څراغ نه دی ورکړی.

د راپور له مخې، ایران دا دریځ د پاکستاني منځګړي له لارې واشنګټن ته رسولی او ټینګار یې کړی چې «اوږدې، ستړې کوونکې او بې‌پایلې خبرې» د منلو وړ نه دي.

د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ ناسته چې له ۲۰ ساعتونو زیات یې دوام وکړ، د تېرې شنبې ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوه.

له هغې وروسته، په روانه اوونۍ کې د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه وه، خو لا هم کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

ایران:د امریکا د ژمنې د ماتېدو له کبله د هرمز تنګی بیرته وتړل شو

0

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویلي چې د امریکا د ژمنې د ماتیدو او د سمندري محاصرې د دوام له امله د هرمز تنګي کنټرول بېرته سخت شوی دی.

د خاتم‌الانبیا د مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې د امریکا د ژمنو د نه عملي کېدو له امله، د هرمز تنګي وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلی او اوس د وسله‌والو ځواکونو تر جدي کنټرول لاندې دی.

هغه زیاته کړې چې تر هغو به دا سخت کنټرول دوام ولري، څو امریکا د ایران له بندرونو څخه د بېړیو د تګ راتګ بشپړه ازادي تضمین نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې د پخوانیو توافقاتو له مخې یې د یو شمېر نفت‌وړونکو او سوداګریزو بېړیو د تګ اجازه ورکړې ده.

سرچینې حماسه میډیا ته:معتصم اغاجان کندهار کې د طالبانو د حکومت له لوري «نظر بند» شوی

ځینو باخبره سرچنیو حماسه میډیا ته ویلي چې معتصم اغا جان د طالبانو حکومت له لوري کندهار ولایت کې «نظر بند» شوی او هر ډول ټلیفوني اړیکو ته له لاسرسي محروم شوی دی.

د سرچینو په خبره، نوموړي په دې وروستیو کې په بېلابېلو شخصي مجالسو کې د طالبانو د حکومت پر مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د ښځو او نجونو د حقونو اړوند پالیسو باندې نیوکې کولې او د دوی په خبره، ممکن معتصم اغا جان له همدې امله تر څار لاندې نیول شوی دی.

معتصم اغا جان ته نږدې دې سرچینو چې نه یې غوښتل هویت یې خپور شي، حماسه میډیا ته زیاته کړې چې نوموړي په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني مخکښو سوداګرو او ځینو دیني علماوو د یو ۱۱ کسیز ګروپ مشري کوله او هڅې یې روانې کړې وې چې د دواړو هېوادو تر منځ د روانو شخړو په ځانګړې توګه سوداګرۍ برخه کې حل لارې وړاندیز کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د استخباراتو ځینو سرچینو حماسه میډیا ته د نوموړي د «بندي» کېدو خبر رد کړی و.

ډونالډ ټرمپ:که له ایران سره توافق ونه شي، بمبار به پرې بیا پیل شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره هوکړه ونه شي، نو امریکا به بیا بمباران پیل کړي، خو هم‌مهاله یې د توافق نږدې کېدو خبره هم کړې ده.

ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې که له ایران سره توافق و نه شي، نو امریکا به پوځي بریدونه بیا پیل کړي.

هغه ویلي چې یوازې څو ورځې پاتې دي او که هوکړه وشي، ښايي وضعیت بدل شي.

ټرمپ زیاته کړې چې له ایران سره خبرې روانې دي او دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې شوي دي، خو ځینې اختلافات لا پاتې دي.

په ورته وخت کې اکسیوس راپور ورکړی چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا هم ځینې مهم اختلافات نه دي حل شوي.

عبدالمتین قانع:د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معین ازبکستان ته ولاړ

د طالبانو حکومت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان سمرقند ښار ته سفر کړی، ترڅو په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د ازبکستان د ولسمشر د سلاکار ډاکټر عبدالعزیز کاملوف په رسمي بلنه سمرقند ته تللی دی.

د متین په وینا، هغه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه نېټه په یوه نړیواله ناسته کې ګډون وکړي، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه اخلي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې ناسته کې به د نشه يي توکو نړیوال ګواښونه وڅېړل شي او د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو پر لارو چارو به بحث وشي.

قانع ویلي چې چې د «اسلامي امارت» پلاوی به په غونډه کې خپلې لاسته راوړنې، د نشه يي توکو پر ضد اقدامات او راتلونکې برنامې ګډونوالو ته وړاندې کړي.

قالیباف ټرمپ ته:که د امریکا له لوري سمندري محاصره دوام وکړي؛ نو د هرمز تنګي نه به د بېړیو تګ راتګ یوازې د ایران په اجازه ترسره کېږي

0

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف د ډونالډ ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې امریکا په جګړه کې بریالۍ شوې او د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل یې یقیني کړي دي.

قالیباف ویلي چې که د امریکا له لوري سمندري محاصره دوام وکړي؛ نو د هرمز تنګي له لارې به د بېړیو تګ راتګ یوازې د ایران په اجازه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې چې امریکا نه په جګړه کې بریالۍ شوې او نه هم په خبرو اترو کې.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي یوه ورځ مخکې د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستل کېدو خبر ورکړی و.

بل لور ته، ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې دغه تنګی، د امریکا د سمندري محاصرې سره سره، بېرته پرانیستل شوی دی.

فرانسوي رسنۍ:مارسي ښار کې یو افغان ځوان پر اوزو او پسونو د جنسي ځورونې په تور نیول شوی

د فرانسې، مارسي ښار ته نږدې په یوه سیمه کې یو ۱۹ کلن افغان ځوان د وزو او پسونو د پرله‌پسې جنسي ځورونې په تور نیول شوی او قضیه یې عدلي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

د فرانسوي پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه کس د څو اوونیو څار او تعقیب وروسته هغه مهال ونیول شو چې د فارم دننه پر حیواناتو د جنسي اړیکې د ترسره کولو په حال کې و.

د فارم مالک تر دې مخکې د خپلو حیواناتو پر بدنونو د ټپونو او غیرعادي حالتونو له امله شکمن شوی و او وروسته یې د څارنې کمرې نصب کړې.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښې یوازې محدودې نه وې، بلکې د څو اوونیو په اوږدو کې تکرار شوې دي.

د څېړونکو له لوري راټول شوي ویډیويي شواهد او جنیټیکي نمونې د قضیې د ثبوت لپاره مهمې بلل شوي دي.

د فارم مالک رسنیو ته ویلي چې دغه وضعیت نه یوازې حیواناتو ته زیان اړولی، بلکې خپله یې هم له جدي رواني فشار سره مخ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د څو اوونیو لپاره یې شپې له وېرې ویښې تېرې کړي دي.

د فرانسې څارنوالۍ د تورن پر وړاندې د اعظمي سزا غوښتنه کړې، چې پکې درې کاله بند او ۴۵ زره یورو جریمه شامله ده، خو محکمې ویلي چې وروستۍ پرېکړه به د رواني ارزونې تر بشپړېدو وروسته اعلان شي.