یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 81

محمد عمر داودزی:د «سیستم بیا بسته بندي» تر نوم لاندې د نظام بدلون د افغانستان په ګټه نه دی

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داوودزی وايي، د «سیستم بیا بسته بندي» تر نوم لاندې د سیاسي بدلون هڅې باید رد شي، په ځانګړي ډول که بهرني لاسونه پکې ښکېل وي.

هغه په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې د «سیستم بیا بسته بندي» په نوم نوې سیاسي اصطلاح کارول کېږي، چې هدف یې د موجوده نظام بڼه بدلول ښودل کېږي.

هغه زیاته کړې چې د رژیم بدلون پخوانۍ تجربې بریالۍ نه وې، او اوس ځینې لوري د نظام د بیا جوړښت یا له سره بسته بندۍ خبره کوي، چې باید د وخت له اړتیاوو سره سم وارزول شي.

داودزي ادعا کړې چې دا ډول بحثونه په ځینو هېوادونو لکه وینزویلا او ایران کې هم مطرح شوي دي.

نوموړي ویلي چې دا اصطلاح د رژیم بدلون بدیله بڼه ګرځېدلې او ځینې سیاسي شنونکي یې د پخوانیو طرحو نوې بڼه بولي.

هغه ویلي چې په پاکستان کې هم ځینې کړۍ د دې اصطلاح له لارې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه بحثونه کوي او د اغېزمنتیا پوښتنې راپورته کوي.

داودزي ټینګار کړی چې که هر ډول سیاسي بدلون د بهرني لاسوهنې له لارې ترسره شي، دا به د افغانستان په ګټه نه وي او باید رد شي، ځکه دا ډول اقدامات د سیمې ثبات ته زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق:د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې سېلابونو له ۷۳ زره ډېر کسان اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې وروستیو سیلابونو په افغانستان کې لسګونه زره کسان اغېزمن کړي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۳۱ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو له ۷۳ زره زیات کسان اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې، په تېرو ۱۲ ورځو کې ۹۳ کسان مړه شوي او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه سېلابونو زرګونه کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

راپور کې دغه راز ویل شوي چې بې‌ځایه شوې کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.

د راپور په خبره، همدارنګه، اغېزمن خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې پکې خوراکي توکي، سرپناه، نغدي مرسته او رواني ملاتړ شامل دي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د لوړ بډاینې یورانیم به په هر حالت کې ترلاسه کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات به د ایران د لوړ بډاینې یورانیم ذخیرې په هر ډول ترلاسه کړي، او خبرداری یې ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، دا کار به په غیر دوستانه ډول وشي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې امریکا به په هر ډول ممکنه لاره د ایران د لوړ بډاینې یورانیم ذخیرې ترلاسه کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې که روانې خبرې ناکامې شي، دا اقدام به په ډېر غیر دوستانه ډول ترسره شي.

ټرمپ زیاته کړې چې د دې اقدام دقیق وخت به نه اعلانوي، مګر که یو تړون وشي، نو امریکا به له ایران سره په ګډه دا کار ترسره کړي.

د هغه په وینا، له تړون وروسته به سل په سلو کې لوړ بډایه شوي یورانیم امریکا ته ولېږدول شي.

هغه ټینګار کړی چې که دا کار د تهران په همکارۍ ونه شي، واشنګټن به بیا هم دا هدف په بل او ډېر غیر دوستانه ډول ترلاسه کړي.

ډونالډ ټرمپ حزب‌الله ته:نورې وژنې باید ونه شي او سوله دې ټینګه شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حزب‌الله غوښتي چې په اوسني حساس وخت کې مناسب چلند وکړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند فارسي ایکس‌حساب د یوه پیغام په خپرولو سره د ډونالډ ټرمپ څرګندونې شریکې کړې دي.

ټرمپ ویلي: «هیله لرم چې حزب‌الله په دې مهم وخت کې مناسب او ښه چلند وکړي. که داسې وکړي، دا به د هغوی لپاره یو ډېر مهم فرصت وي.»

هغه ټینګار کړی: «نورې وژنې باید ونه شي او سوله باید ټینګه شي.»

ډونالډ ټرمپ:امریکا به د ایران په خوښه غني شوي یورانیم امریکا ته ولېږدوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا به په ارامه توګه ایران ته داخل شي څو د دغه هېواد غني شوي یورانیم بېرته ترلاسه او امریکا ته یې ولېږدوي.

د هغه په وینا، دا بهیر به د ایران په همکارۍ سره ترسره شي.

ټرمپ ټینګار کړی چې له ایران سره د احتمالي تړون په چوکاټ کې به هېڅ ډول مالي راکړه ورکړه ونه شي.

هغه زیاته کړې چې د ایران پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تړون تر ډېره بریده نهایي شوی او تمه ده چې د دې بهیر پرمختګ به ډېر چټک وي.

ټرمپ ویلي چې ډېری مهم ټکي وروستي شوي او راتلونکې اوونۍ به د یو دوامدار تړون په اړه خبرې وشي.

نوموړي دا هم ویلي چې تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې چې د امریکا له لوري به د خبرو اترو مشري څوک کوي.

ټرمپ د پاکستان د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «کېدای شي.»

نتانیاهو:له لبنان سره د اوربند سربېره د حزب‌الله پر ضد عملیات دوام لري

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه یې په لبنان کې له موقتي اوربند سره موافقه کړې، خو ټینګار یې کړی چې د حزب‌الله پر ضد عملیات لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړې چې اسرائیل د حزب‌الله شاوخوا ۹۰ سلنه توغندي او راکټي زېرمه له منځه وړې ده، خو لا هم جګړه بشپړه شوې نه ده.

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ډونالډ ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې امریکا اسرائیل د لبنان له بمبارۍ څخه منع کړی او ویلي یې دي: «نور بس دی.»

ډونالډ ټرمپ:د هرمز تنګي لاره خلاصه شوه، له ایران مننه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران اعلان کړی چې د هرمز تنګی په بشپړ ډول خلاص دی او د تګ راتګ لپاره چمتو دی.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشیال کې د دې خبر په اړه لیکلي: «مننه!»

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې د لبنان د اوربند له اعلان وروسته د هرمز تنګي له لارې د تجارتي کښتیو تګ راتګ د اوربند د پاتې مودې لپاره په بشپړ ډول آزاد اعلان شوی دی.

د یادونې ده چې د دې خبر له خپرېدو وروسته د تیلو بیې شاوخوا ۱۰ سلنه راټیټې شوې دي.

عباس عراقچي:لبنان کې د اوربند تر مودې پورې د هرمز تنګی د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستل شوی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د لبنان د اوربند له اعلان وروسته د هرمز تنګی د اوربند د پاتې مودې لپاره د ټولو سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ لپاره په بشپړ ډول پرانیستل شوی دی.

هغه زیاتوي چې دا پرېکړه د هغه همغږۍ پر بنسټ شوې چې تر دې مخکې د ایران د بندرونو او سمندري چارو ادارې اعلان کړې وه.

د دې اعلان له مخې، سوداګریزې بېړۍ کولی شي د لنډمهالي اوربند تر ختمېدو پورې له هرمز تنګي پرته له محدودیت څخه تګ راتګ وکړي.

احمد علم‌الهدی:امریکا سره مذاکرات د تسلیمېدو په مانا دي؛ پر هرمز تنګي دې فشار زیات شي

0

د ایران د مشهد ښار د جمعې امام احمد علم‌الهدی له امریکا سره د مذاکراتو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا له نظره مذاکره د تسلیمېدو معنا لري.

نوموړي ویلي چې اټومي ټکنالوژي د ایران یوه عمومي علمي لاسته راوړنه ده او ګڼ شمېر محصلان په دې برخه کې زده کړې کوي؛ نو ځکه دا موضوع د مذاکرې وړ نه ده.

هغه زیاته کړې چې په داسې حال کې چې ایران د خپل مخالف پر وړاندې برلاسی دریځ لري او د امریکا اوسنی حکومتي جوړښت د کمزورۍ په حال کې دی، نو مذاکره کول د امتیاز ورکولو معنا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې پر ځای د مذاکرې، باید پر هرمز تنګي فشار زیات شي، څو له امتیاز ورکولو څخه ډډه وشي.

اسماعیل حسیني:له امریکا سره مذاکراتو ته هیله نشته؛ خو لاسته راوړنې باید په ډیپلوماسۍ ټینګې شي

0

د ایران د اسلامي شورا د مجلس د انرژۍ کمېسیون ویاند اسماعیل حسینی ویلي چې له امریکا سره د خبرو اترو په اړه ډېره هیله نشته، خو ټینګار یې کړی چې کله یو هېواد د ځواک په دریځ کې وي، باید د میدان لاسته راوړنې د ډیپلوماسۍ له لارې ټینګې شي.

نوموړي زیاته کړې چې «میدان، خلک او ډیپلوماسي» د یوه ګډ حرکت درې مهم اړخونه دي، چې باید په همغږۍ او همکارۍ سره پر مخ ولاړ شي.

هغه همداراز ویلي چې د هېواد د مذاکره کوونکي ټیم د ملت له حقونو دفاع کړې او د امریکا شرطونو ته یې غاړه نه ده ایښې.

د هغه په وینا، امریکا هڅه کوله هغه څه چې په میدان کې یې نه دي ترلاسه کړي، د خبرو اترو پر مېز ترلاسه کړي.