سرچینې وایي چې هغه پنځه کسان نیول شوي چې د عبدالحمید خراساني پر وړاندې یې د برید پلان درلود.
د معلوماتو له مخې، دغو کسانو د برید لپاره یوه کوچنۍ بېپیلوټه الوتکه هم چمتو کړې وه.
خراساني ادعا کړې چې یادو کسانو د یوه ګاونډي هېواد څخه ۵۰ زره ډالر ترلاسه کړي وو.
د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه د طالبانو حکومت امنیتي ادارو څه نه دي ویلي.

