سه شنبه, جولای 14, 2026
Home Blog

ډونالډ ټرمپ:امریکا به نن شپه او سبا پر ایران سخت بریدونه وکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې متحده ایالات به د ایران پر ضد د نن شپې او سبا په اوږدو کې سخت پوځي بریدونه ترسره کړي.

نوموړي ویلي چې امریکا به د ایران د «Pickaxe Mountain» په نوم غرنی هدف هم له منځه یوسي، چې د هغه په وینا د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لري.

ټرمپ دا څرګندونې د یوې راډیویي مرکې پر مهال کړې او ویلي: «موږ به ایران نن شپه او سبا سخت وولو. هغوی د دې د مخنیوي هېڅ توان نه لري.»

ايران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خواجه اصف، مولانا فضل الرحمن ته:د پوځیانو قربانۍ د معاش پايله بلل سياسي نيوکه نه، بلکې اخلاقي بې‌حسي ده

0

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف، د مولانا فضل الرحمان پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د پوځیانو د قربانیو له تنخوا سره تړل نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې د شهیدانو او د هغوی د کورنیو احساساتو ته هم زیان رسوي.

خواجه اصف ویلي، هېڅوک یوازې د معاش لپاره خپل ژوند نه قربانوي، بلکې د وطن سره مینه، عقیده، دنده او ژمنتیا د دغو قربانیو اصلي لاملونه دي.

هغه زیاته کړې چې په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ده او هره ورځ د پاکستان د پوځ، نورو امنیتي ادارو او ملکي وګړو مړي د ملي بیرغ په پوښ کې خپلو کورنیو ته سپارل کېږي، د هغوی قربانۍ د معاش پایله بلل سیاسي نیوکه نه، بلکې اخلاقي بې‌حسي ده.

د نوموړي په وینا، د مولانا فضل الرحمان څرګندونو یوازې یو بنسټ نه، بلکې د زرګونو شهیدانو، ټپیانو، کونډو، یتیمانو او غمجنو کورنیو احساسات هم ژوبل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي، دوی به د وسلوالو ډلو پر ضد ملېشې جوړې نه کړي، ځکه معاش نه اخلي او په وينا یې پوځیان د دولت له خوا معاش اخلي او د امنیت ساتل یې دنده ده.

هند:د افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره مو د کورنیو خېمې د طالبانو حکومت ته وسپارلې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، ویلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام په لړ کې د افغان راستنېدونکو د سرپناه او بیا مېشتېدو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کورنیو خېمې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارلې دي.

جیسوال په یوه بیان کې ویلي، دغه مرسته د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره ترسره شوې چې هېواد ته بېرته راستانه شوي او سرپناه ته اړتیا لري.

هند ویلي چې له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او د افغانانو د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به خپله همکاري دوامداره وساتي.

اصیلا وردګ:د «Vital Voices Global Engage» نړیوال فیلوشپ لپاره د ۲۵ ښځینه مشرانو له ډلې وټاکل شوم

پخوانۍ افغان ډیپلوماټې اصیلا وردګ ویلي چې د «Vital Voices Global Engage» فیلوشپ د اتم پړاو لپاره د نړۍ له ۲۵ ښځینه مشرانو څخه یوه دا هم ټاکل شوې ده.

وردګ په خپل ايکس پیغام کې ویلي چې د دې نړیوال فرصت له ترلاسه کولو خوښه او ویاړمنه ده، او دا به ورته زمینه برابره کړي چې زده کړې، تجربې او وده لا پراخه کړي.

هغې زیاته کړې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له هغو ښځینه مشرانو سره به یو ځای شي چې د بدلون او مثبت اغېز لپاره کار کوي.

د يادونې وړ ده چې «Vital Voices Global Partnership» د «Global Engage Fellowship» پروګرام موخه د ښځینه مشرانو ملاتړ، د هغوی د مهارتونو پراختیا او د ټولنیز بدلون لپاره د هغوی د هڅو پیاوړتیا بلل شوې ده.

وحید عمر:د پاکستان د ستراتیژیک عمق تګلاره اوس د همدې هېواد پر ضد عملي کېږي

د جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند او سلاکار وحید عمر وايي، چې د پاکستان د «ستراتیژیک عمق» تګلاره اوس د هماغه هېواد دننه او د پاکستان پر ضد عملي کېږي.

نوموړي په خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلي، د بلوچستان امنیتي وضعیت تر هغه ډېر خراب دی چې د پاکستان رسنۍ یې انځوروي او د ده په وینا، دغه ایالت په تدریجي ډول د بې‌ثباتۍ او انارشۍ پر لور روان دی.

وحید عمر د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن څرګندونو ته په اشارې ویلي، د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د شپې له خوا د پاکستان د پوځ عملي حاکمیت محدود شوی او پولیس هم په خپلو پوستو کې د امنیتي ګواښونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې د روان کال د پاکستان د پوځ تلفات هم د تېرو لسو کلونو په پرتله بې‌ساري دي.

د نوموړي په وینا، پاکستان شاوخوا پنځه کاله وړاندې په خپلې ستراتیژۍ کې یوه لویه محاسباتي تېروتنه وکړه.

هغه ويلي چې اسلام‌اباد تمه لرله د طالبانو حکومت له واکمنېدو سره به په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیک عمق تأمین، په بلوچستان کې به د هند نفوذ محدود او ټي‌ټي‌پي به د افغان طالبانو په همکارۍ مهار شي.

وحید عمر ټینګار کړی چې اوس وضعیت د پاکستان د تمو خلاف روان دی او د پاکستان مخالفو ډلو په خپله د دغه هېواد دننه ستراتیژیک نفوذ موندلی دی.

د هغه په خبره، پاکستان له یوه جدي امنیتي او ستراتیژیک ګواښ سره مخ دی او امکان شته چې روان کال په سیمه کې مهم بدلونونه رامنځته شي.

عمر داودزی:داسې هېڅ شواهد نشته چې وښيي د طالبانو حکومت د بهرنیو قوتونو تر اغېز لاندې دی

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي، عمر داودزي، ویلي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د امنیتي همکاریو په اړه د اسلام‌اباد تمې نه دي پوره شوې، او د ده په وینا، همدا وضعیت د افغانستان پر ځینو سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو لامل ګرځېدلی دی.

داودزي له ایلم نیوز سره په مرکه کې ویلي، پاکستان غوښتل چې د طالبانو حکومت د پاکستان دننه د امنیتي ستونزو، په ځانګړې توګه د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملي همکاري ورسره وکړي.

د طالبانو حکومت، چې پاکستان ترې په وار وار د ورته غوښتنو یادونه کړې، ټینګار کوي چې د هر هېواد د امنیت ساتنه د هماغه هېواد خپل مسؤولیت دی او افغانستان به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

په همدې مرکه کې عمر داودزي دا هم ویلي چې داسې هېڅ شواهد نه لري چې د طالبانو حکومت دې د بهرنیو قوتونو تر اغېز لاندې وي.

نوموړي د ايلم نيوز د خبریالې مینه خان دوران د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو حکومت خپلې پرېکړې په خپلواکه توګه کوي او که د نورو په اشاره، وویل چې تر اوسه داسې هېڅ معتبر شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي د طالبانو حکومت د بهرنیو قوتونو تر مستقیم اغېز لاندې دي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د پرېکړو او سیاستونو په اړه باید د اټکلونو پر ځای د شواهدو او مستندو معلوماتو پر بنسټ قضاوت وشي.

بحرین: ایران در حملات اخیر غیرنظامیان را هدف قرار داده است

0

ارتش بحرین اعلام کرده است که ایران در حملات اخیر موشکی و پهپادی خود علاوه بر اهداف نظامی، مناطق غیرنظامی را نیز هدف قرار داده است. ستاد فرماندهی ارتش بحرین در بیانیه‌ای گفت که حملات ایران «رویکرد خصمانه و سازمان‌یافته» بوده و با استفاده از پهپادها و موشک‌ها انجام شده است این نهاد افزوده است که سامانه‌های دفاع هوایی بحرین شماری از حملات هوایی را رهگیری و منهدم کرده‌اند. در همین حال ایران اعلام کرده که حملاتش را در پاسخ به اقدامات نظامی امریکا انجام داده و پایگاه‌های نظامی این کشور در کشورهای منطقه، از جمله بحرین را هدف قرار داده است. بحرین میزبان مقر اصلی ناوگان پنجم نیروی دریایی امریکا است که یکی از مهم‌ترین مراکز نظامی واشنگتن در منطقه خلیج فارس به شمار می‌رود. تنش‌ها میان ایران و امریکا در منطقه خلیج فارس در روزهای اخیر افزایش یافته و حملات متقابل دو طرف نگرانی‌ها درباره گسترش درگیری را افزایش داده است.

رونالډو د نړۍ د شتمنو ورزشکارانو په کتار کې؛شتمني یې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده

د پرتګال د مشهور فوټبال ستوري کریستیانو رونالډو مالي بریاوې دوام لري او د راپورونو له مخې، د هغه ټوله شتمني شاوخوا ۱.۲ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

د «فوربس» مجلې د راپور له مخې، رونالډو د نړۍ د تر ټولو لوړ عاید لرونکو ورزشکارانو په ډله کې لومړی مقام ساتلی او دا پرله‌پسې درېیم کال دی چې نوموړی د سپورټ له نړۍ څخه تر ټولو ډېر عاید ترلاسه کوونکی لوبغاړی بلل کېږي.

راپور زیاتوي چې رونالډو په تېرو ۱۲ میاشتو کې نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړی، چې د هغه د فوټبال قراردادونو، سوداګریزو فعالیتونو، اعلاناتو او نړیوالو پانګونو له لارې ترلاسه شوی دی.

د فوټبال دې ستوري یوازې په میدان کې نه، بلکې له میدان بهر هم لوی سوداګریز حضور جوړ کړی دی.

د هغه شخصي برانډ، د ټولنیزو رسنیو میلیونونه پلویان او له نړیوالو شرکتونو سره قراردادونه د هغه د شتمنۍ د زیاتېدو مهم عوامل بلل کېږي.

له سعودي عربستان د النصر کلب سره یوځای کېدو وروسته د رونالډو عایدات د پام وړ ډول لوړ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د هغه نوی قرارداد د نړۍ له تر ټولو لوړو ورزشي قراردادونو څخه ګڼل کېږي.

کریستیانو رونالډو، چې د فوټبال په تاریخ کې له تر ټولو بریالیو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي، اوس د سپورټ تر څنګ د نړیوال سوداګریز شخصیت په توګه هم پېژندل کېږي.

قیمت نفت برنت به بیش از ۷۹ دالر در هر بشکه افزایش یافت

0

در پی تشدید تنش‌ها میان ایالات متحده و ایران و نگرانی‌ها درباره وضعیت تنگه هرمز، قیمت نفت خام در آغاز معاملات امروز دوشنبه افزایش چشمگیری را تجربه کرد.قیمت نفت خام برنت که به‌عنوان شاخص جهانی قیمت نفت شناخته می‌شود با نزدیک به پنج درصد افزایش، به بیش از ۷۹ دالر در هر بشکه رسید.با وجود این رشد قیمت نفت هنوز هم پایین‌تر از اوج نزدیک به ۱۲۰ دالر در هر بشکه است که در دوره اوج درگیری‌های نظامی در منطقه ثبت شده بود پیش از آغاز درگیری‌ها، نفت برنت در حدود ۷۰ دالر در هر بشکه معامله می‌شد.افزایش اخیر قیمت‌ها در حالی رخ داده است که تنش‌ها بر سر تنگه هرمز، یکی از مهم‌ترین مسیرهای انتقال انرژی جهان، شدت گرفته است حدود یک‌پنجم نفت و گاز جهان از این آبراه عبور می‌کند و هرگونه اختلال در آن می‌تواند بازارهای جهانی انرژی را با نوسان روبه‌رو سازد.

رويټرز:بریتانیا د یهودي ټولنو د امنیت د پیاوړتیا لپاره ۲۵۰ میلیونه پونډه ځانګړي کوي

0

رويټرز وايي، د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې په راتلونکو دریو کلونو کې به ۲۵۰ میلیونه پونډه ولګوي، څو په هېواد کې د یهودي ټولنو امنیت نور هم پیاوړی کړي.

د رويټرز په وينا، د دې بودیجې له لارې به له ۵۰۰ څخه زیات اضافي پولیس افسران وګمارل شي، د یهودي ښوونځیو، عبادت ځایونو (کنیسو) او ټولنیزو مرکزونو شاوخوا به امنیتي ګزمې زیاتې شي، او د ترهګرۍ ضد اقدامات به پیاوړي شي.

د راپور له مخې، د دې بودیجې ډېره برخه به لندن او ګرېټر مانچسټر سیمو ته ځانګړې شي، ځکه په دغو سیمو کې د یهودي ټولنو شمېر زیات دی.

د بریتانیا چارواکي وايي، دا اقدام د یهودي خلکو د خوندیتوب لپاره د اوږدمهاله امنیتي پلان یوه برخه ده، چې موخه یې د احتمالي ګواښونو مخنیوی او د ټولنو د باور پیاوړتیا ده.