لیکوالې او ژورنالستې مریم امرخیل ویلي چې په برلین کې د افغانستان سفارت د هغې هغه عریضه نه ده منلې چې په پښتو ژبه لیکل شوې وه.
نوموړې وایي، د یوه حقوقي بهیر د بشپړولو لپاره یې اوږد سفر او څو ساعته انتظار وکړ، خو د سفارت کارکوونکو ترې وغوښتل چې عریضه په دري ژبه وړاندې کړي.
د امرخیل په وینا، وروسته له هغه چې د هغې متن د یوه افغان له خوا دري ته وژباړل شو، اسناد یې ومنل شول.
هغې دغه چلند د ژبني تبعیض بېلګه بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان رسمي استازولۍ باید د هېواد د ټولو رسمي ژبو درناوی وکړي.

