د جرمني حکومت غواړي افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک او منظم کړي.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد غواړي نږدې هره اوونۍ افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو الوتنه ترسره کړي، څو هغه کسان چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري یا په جرمني کې په جرمي قضیو کې ښکېل دي، بېرته یې خپل هېواد ته ولېږي.
د دې بهیر د عملي کولو لپاره د لوژستیکي آسانتیاوو د برابرولو او د الوتنو د دوامداره ساتلو هڅې روانې دي.
که څه هم جرمني د طالبان حکومت په رسميت نه پېژني، خو د کډوالو د ایستلو د سفر اسنادو او الوتنو د تنظیم لپاره یې له اړوند طالب چارواکو سره تخنیکي اړیکې ساتلي دي.
په جرمني کې دې موضوع ضد و نقیض غبرګونونه راپورته کړي؛ ځینې یې د کډوالۍ د کنټرول لپاره اړین ګام بولي، خو نور بیا له طالبانو سره هر ډول اړیکې اندېښمنونکې ګڼي.

