د بریتانیا د هوا پېژندنې ادارې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څلورو ورځو لپاره د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی دی.
د راپور له مخې، تمه کېږي چې د هوا تودوخه به د سانتي ګراد تر ۳۸ درجو پورې لوړه شي چې په وروستیو کلونو کې د لوړې تودوخې له جدي څپو ګڼل کېږي.
چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ورځې په ګرمو ساعتونو کې له مستقیم لمر ځان وساتي، کافي اوبه وڅښي او د عمر خوړلو کسانو او ناروغانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هواپوهانو خبرداری ورکړی چې د داسې سختې ګرمۍ پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره تړاو لري.

