یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 71

د امریکا د جګړې وزارت کې ناڅاپي بدلونونه؛د سمندري ځواکونو مشر استعفا کړې

0

د راپورونو له مخې، د امریکا د جګړې وزارت په یوه ناڅاپي اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه وزارت د سمندري ځواکونو مشر “جان فیلن” له خپلې دندې استعفا کړې او سمدستي خپل مسوولیت پرېږدي.

سرچینې زیاتوي چې دا استعفا عادي نه ده، بلکې د وزارت له دننه د اختلافاتو پایله وه.

ځینو امریکایي رسنیو د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې یاد لوړپوړی چارواکی د امریکا د جګړې له وزیر پیټ هګسټ سره د جدي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه شوی دی.

تر دې وړاندې د همدې میاشتې په لومړیو کې د امریکا د پوځ لوی درستیز رنډي جیورج هم خپله استعفا اعلان کړې وه، چې دا کار د پوځي مشرتابه په کچه د بې‌ثباتۍ نښه بلل شوې ده.

بي بي سي:کینیا د ولسي جرګې پخواني وکیل ظاهر قدیر، امریکا ته د سپارلو طرحه تایید کړه

د بي بي سي د راپور له مخې، د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی ظاهر قدیر دې امریکا ته وسپارل شي.

راپور زیاتوي، چې د چهارشنبې په ورځ (اپرېل ۲۲مه) قاضي الکزاندر مټېټیو د ابتدايي محکمې هغه پرېکړه تائید کړه چې له مخې یې د ظاهر قدیر د سپارلو قانوني بنسټ برابر بلل شوی و.

د بي بي سي په حواله، پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتلو تورونه لګېدلي دي، خو د نوموړي وکیلانو دا تورونه سیاسي بللي او رد کړي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د ظاهر قدیر وکیلانو اعلان کړی چې دوی به د دې پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته عریضه وکړي، او د دې لپاره ورته یوه میاشت وخت ورکړل شوی دی.

محمد باقر قالیباف:د روان کړکیچ د حل یوازینۍ لار د ایران د ملت حقونه منل، او د زور د سیاست پای ده

0

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، ویلي چې بشپړ اوربند هغه وخت عملي معنا لري چې د سمندري محاصرې او د نړیوال اقتصاد د زیانمنېدو مخه ونیول شي او د اسرائیل جګړه‌پارونه په ټولو جبهاتو کې پای ته ورسېږي.

قالیباف په خپل تازه پیغام کې ټینګار کړی چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل به تر هغې ممکن نه وي، څو چې اوربند په ښکاره ډول نقض کېږي.

هغه زیاته کړې چې مخالف لوري د پوځي اقداماتو له لارې خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي او په وینا یې، د زور سیاست به هم نتیجه ورنه کړي.

د نوموړي په خبره، د روان کړکېچ د حل یوازینۍ لاره د ایران د ملت د حقونو منل دي.

عبدالرب رسول سیاف:افغانان دې له اختلافاتو تیر شي او ملي یووالي ته دې ترجیح ورکړي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف له افغانانو غوښتي، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې له اختلاف‌پارونکو بحثونو او یو بل ته له سپکاوي کولو ډډه وکړي، او پر ملي یووالي تمرکز وکړي.

ښاغلي سیاف په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې افغانستان دا مهال د یووالي او یو موټي کېدو ته جدي اړتیا لري، او هر ډول قومي او ژبني اختلافات کولای شي د خلکو ترمنځ واټن زیات کړي.

هغه زیاته کړې چې د ډیورنډ کرښې په څېر مهمې او بنسټیزې مسئلې باید هغه مهال وڅېړل شي چې هېواد بېرته عادي وضعیت ته وګرځي او ملت د پرېکړې مناسب فرصت ولري.

نوموړي همداراز له هېوادوالو غوښتي چې د یو بل درناوی وکړي او د ورورولۍ فضا وساتي، څو د ملي یووالي بنسټونه نور هم پیاوړي شي.

د امریکا د خزانې وزیر:ایران ته د ۱۴ میلیارد ډالرو د ګټې ادعا «افسانه» ده

0

د امریکا د خزانې وزیر اسکات بسنټ ویلي چې دا ادعا چې ګواکې ایران د بندیزونو د نرمېدو له امله ۱۴ میلیارده ډالره ګټه کړې، «افسانه» ده.

هغه زیاته کړې چې په تېره اوونۍ کې لسو هېوادونو، چې د نفتو د کمښت له امله ډېر زیانمن کېدای شي، له نوموړي سره د نفتو د بندیزي معافیتونو د غځولو لپاره اړیکه نیولې ده.

بسنټ ویلي چې د خزانې وزارت د بندیزي معافیتونو په ورکولو سره وکولای شول له ۲۵۰ میلیونو څخه زیات بېرله نفت چې په سمندر کې بند پاتې وو، ازاد کړي.

د هغه په وینا، که دا اقدام نه وای شوی، د نفتو بیې به لا ډېرې لوړې شوې وای.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دوهم پړاو ښايي ژر پیل شي

0

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي چې ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو دوهم پړاو له همدې جمعې پیل شي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تهران هڅه کوي د داخلي اختلافاتو په منځ کې یو «یوځای وړاندیز» وړاندې کړي.

په ورته وخت کې، د اسلام‌اباد ځینو سرچینو د منځګړیتوب په هڅو کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د خبرو د بیا پیل احتمال په راتلونکو ۳۶ تر ۷۲ ساعتونو کې زیات شوی دی.

ټرمپ د نیویارک پوسټ د یوې پوښتنې په ځواب کې په لنډ پیغام کې لیکلي: «ممکنه ده!»

دا پرمختګونه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته کېږي چې ټرمپ اعلان وکړ له ایران سره اوسنی اوربند غځوي، څو تهران ته د خپل وړاندیز د وړاندې کولو لپاره زیات وخت برابر شي.

هغه په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې پوځ ته یې امر کړی محاصره دوامداره وساتي او په بشپړ چمتووالي کې پاتې شي، او زیاته کړې یې ده چې اوربند به تر هغه وخته وغځوي څو خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان:علي وزیر لا هم د پاکستان د حکومت د جعلي تورونو له امله په زندان کې ساتل کېږي

0

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر لا هم په زندان کې ساتل کېږي، او دا وضعیت د جعلي تورونو پایله بلل شوې ده.

اعلامیه وایي چې پر علي وزیر د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرۍ تورونه لګول شوي؛ خو دا تورونه سیاسي انګیزه لري او هدف یې د هغه چوپ کول او د هغه د مدني فعالیتونو مخنیوی دی.

نوموړی له ۲۰۲۰ کال راهیسې څو ځله نیول شوی دی.

همدارنګه ټینګار شوی چې علي وزیر د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د پښتنو د حقونو، د دفاع لپاره فعال رول درلود.

العربیه:پاکستان د ایران او امریکا د خبرو اترو په اړه تهران ته خبرداری ورکړی

0

د العربیه د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ایران له چارواکو سره د د امریکا د روانو مذاکراتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان ایران ته خبرداری ورکړی چې د واشنګټن سره د خبرو اترو لپاره ټاکل شوی وخت وروستي پړاو ته رسېدلی او ممکن دا مهلت پای ته ورسېږي.

د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې تماس کې د سیمه‌ییزو بدلونونو او د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د احتمالي زیاتېدو په اړه هم اندېښنې مطرح شوي دي.

تر اوسه پورې د ایران حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

تاج‌میر جواد:«اسلامي امارت» یوازې یو حکومت نه، بلکې یو فکر دی چې په جغرافیه کې ژورې ریښې لري

د طالبانو حکومت د استخباراتو مرستیال تاج‌میر جواد بدخشان ته د سفر پر مهال ویلي چې د مخالفانو خوځښتونه یې له وړاندې اټکل کړي وو او د هغوی د شنډولو لپاره یې چمتووالی درلود.

هغه د طالبانو حکومت له چارواکو سره په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې دوی یوازې یو حکومت نه، بلکې یو “فکر” دی چې د ده په وینا په پراخه جغرافیه کې ژورې ریښې لري.

نوموړي د مخالفانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې ویلي چې هغوی نه شي کولای د «اسلامي امارت» نظام کمزوری کړي.

د ده په خبره، کله چې «اسلامي امارت» کابل کې واک ترلاسه کړ، نو د احتمالي مخالفتونو اټکل یې کړی و او له هماغه وخته یې د مقابلې لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه ویلي چې «اسلامي امارت» په ټول هېواد کې بنسټیز حضور لري او د دوی واکمني د اوږدې مودې مبارزې پایله ده.

تاجمیر جواد ټینګار کړی چې دوی به په هره بیه له خپل شرعي نظام څخه دفاع وکړي.

د طالبانو حکومت د قومونو او قبایلو وزیر:پاکستان د ډیورنډ کرښې د رسمي سرحد کېدو هڅه کوي؛ خو هیڅکله به دا کار ونه شي

د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په تخار کې په یوه غونډه کې ویلي، چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحد نه دی او دا به هېڅکله هم د سرحد په توګه ونه منل شي.

نوري ادعا کړې چې پاکستان هڅه کوي د افغانستان په اړه داسې شرایط رامنځته کړي چې د هغه په وینا “ناپایدار حکومت” او د ډیورنډ کرښې د سرحد په توګه منل پکې شامل دي.

هغه ویلي چې افغانستان د جګړې نیت نه لري، خو د خپلې خاورې دفاع د سر په بیه کوي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې اوسني نظام په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ کړی او خلک د اسلامي نظام له راتګ سره خپلو هیلو ته رسېدلي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تازه محمد محقق ویلي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژني.