د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ اړوند د هوشاپ په «زیرو پواینټ» سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د پاکستاني پوځ پر یوې پوستې برید کړی دی.
ځایي سرچینې وایي، بریدګرو د برید پر مهال په پوسته کې لګېدلې څارنیزې کمرې په نښه کړې او ویجاړې کړې دي.
تر اوسه د برید د څرنګوالي او احتمالي مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

