یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 72

تاج‌میر جواد:«اسلامي امارت» یوازې یو حکومت نه، بلکې یو فکر دی چې په جغرافیه کې ژورې ریښې لري

د طالبانو حکومت د استخباراتو مرستیال تاج‌میر جواد بدخشان ته د سفر پر مهال ویلي چې د مخالفانو خوځښتونه یې له وړاندې اټکل کړي وو او د هغوی د شنډولو لپاره یې چمتووالی درلود.

هغه د طالبانو حکومت له چارواکو سره په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې دوی یوازې یو حکومت نه، بلکې یو “فکر” دی چې د ده په وینا په پراخه جغرافیه کې ژورې ریښې لري.

نوموړي د مخالفانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې ویلي چې هغوی نه شي کولای د «اسلامي امارت» نظام کمزوری کړي.

د ده په خبره، کله چې «اسلامي امارت» کابل کې واک ترلاسه کړ، نو د احتمالي مخالفتونو اټکل یې کړی و او له هماغه وخته یې د مقابلې لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه ویلي چې «اسلامي امارت» په ټول هېواد کې بنسټیز حضور لري او د دوی واکمني د اوږدې مودې مبارزې پایله ده.

تاجمیر جواد ټینګار کړی چې دوی به په هره بیه له خپل شرعي نظام څخه دفاع وکړي.

د طالبانو حکومت د قومونو او قبایلو وزیر:پاکستان د ډیورنډ کرښې د رسمي سرحد کېدو هڅه کوي؛ خو هیڅکله به دا کار ونه شي

د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په تخار کې په یوه غونډه کې ویلي، چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحد نه دی او دا به هېڅکله هم د سرحد په توګه ونه منل شي.

نوري ادعا کړې چې پاکستان هڅه کوي د افغانستان په اړه داسې شرایط رامنځته کړي چې د هغه په وینا “ناپایدار حکومت” او د ډیورنډ کرښې د سرحد په توګه منل پکې شامل دي.

هغه ویلي چې افغانستان د جګړې نیت نه لري، خو د خپلې خاورې دفاع د سر په بیه کوي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې اوسني نظام په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ کړی او خلک د اسلامي نظام له راتګ سره خپلو هیلو ته رسېدلي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تازه محمد محقق ویلي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژني.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:عباس عراقچي له امیرخان متقي سره د سیمې پر وضعیت غږېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي جې په دې خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر وروستیو پرمختګونو او مهمو سیمه‌ییزو مسایلو نظرونه تبادله کړل.

امیرخان متقي دوه‌اړخیزې اړیکې مثبتې او مخ پر ودې بللې او د سوداګرۍ د زیاتوالي او همکاریو د پراخېدو هرکلی یې کړی دی.

همداراز یې د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماسۍ او خبرو ټینګار کړی.

عباس عراقچي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ ستایلی او د لا پراختیا لپاره یې خپل نظرونه شریک کړي دي.

په دې تماس کې عباس عراقچي د امریکا سره د روانو خبرو د وروستي وضعیت په اړه هم امیرخان متقي ته معلومات ورکړي دي.

امیر سعید ایرواني:د سمندري محاصرې په ختمېدو سره له امریکا سره خبرو ته چمتو یو

0

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي چې ایران چمتو دی له امریکا سره خبرې بیا پیل کړي، خو شرط یې دا دی چې سمندري محاصره پای ته ورسېږي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د هر نوي مذاکراتي پړاو له پیل مخکې د اوربند سرغړونې ودروي، او د ایران پر بندرونو لګېدلې محاصره ختمه کړي.

د هغه په وینا، کله چې دغه شرایط پوره شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ راتلونکی د خبرو پړاو به په اسلام اباد کې ترسره شي.

ایرواني زیاته کړې چې ایران د سیاسي حل لارې ملاتړ کوي او که مقابل لوری خبرو ته چمتو وي، تهران هم چمتو دی، خو که جګړه انتخاب شي، نو هېواد یې هر ډول احتمالي وضعیت ته هم چمتووالی لري.

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز:د ایران د سپاه پاسداران د بېړۍ د ډزو له امله یوې تجارتي کښتۍ ته زیان اوښتی

0

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران یوه بېړۍ د عمان شمال‌ختیځ ساحل ته نږدې د یوې کانټینري کښتۍ پر لور بې له خبرداري ورنږدې شوې او ډزې یې پرې کړې دي.

د راپور له مخې، دا پېښه شاوخوا ۲۸ کیلومتره د عمان ساحل ته نږدې رامنځته شوې ده.

د کښتۍ کپتان ویلي چې د بېړۍ یوه برخه زیانمنه شوې؛ خو د عملې ټول غړي روغ پاتې شوي دي.

همداراز ویل شوي چې په دې پېښه کې نه اورلګېدنه رامنځته شوې او نه هم چاپېریالي زیان اوښتی دی.

د اروپایي ټولنې استازی، نعیم وردګ ته:اروپایي بازارونه د افغان صادراتو لپاره پرانیستي دي

د طالبانو حکومت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ د اروپایي ټولې له ځانګړي استازي جیلز برټرنډ سره کتلي.

په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او دوامداره همکاریو پر موضوعاتو خبرې شوې.

محمد نعیم وردګ د اروپایي اتحادیې له بشري مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دا مرستې دې د اوږدمهاله پرمختیایي پروګرامونو پر لور هدایت شي، څو کاري فرصتونه زیات او د خلکو بنسټیزې ستونزې حل شي.

همداراز نعیم وردګ پر متوازن او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ستونزو د حل غوره لاره خبرې اترې او ډیپلوماسي ده.

د اروپایي اتحادیې استازي هم خبرې اترې د ستونزو د حل معقوله لار بللې او له افغانستان سره یې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی دی.

هغه ویلي چې اروپایي بازارونه د افغان صادراتو لپاره پرانیستي دي او د افغانستان توکي، په ځانګړي ډول وچه مېوه، په اروپا کې ښه بازار لري.

په پای کې دواړو لورو د لا ښې همغږۍ لپاره پر دوامداره ناستو او خبرو ټینګار کړی دی.

شاه حسین مرتضوي:خلک نور د قومي سیاست په لوبو نه تېروځي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي چې ځینې سیاستوال لا هم د قومي کارت له لارې سیاسي ګټې ترلاسه کوي او د قومونو ترمنځ د نفاق او دښمنۍ فضا رامنځته کوي.

هغه زیاته کړې چې په تېرو څو لسیزو کې یو بشپړ نسل د همدې ډول سیاسي لوبو قرباني شوی او دا تګلارې د هېواد د ثبات پر وړاندې جدي خنډ ګرځېدلې دي.

مرتضوي ټینګار کړی چې اوس د عامه پوهاوي له زیاتېدو سره خلک نور د دې ډول لوبو ښکار نه کېږي او هېڅوک نشي کولای د یوه قوم د استازیتوب ادعا وکړي.

د هغه په وینا، د خلکو لپاره ګډ ژوند، ملي یووالی، متقابل درناوی، او عدالت بنسټیز ارزښتونه دي، او د خلکو لاره اوس د قومي مشرانو له تګلارې بېله شوې ده.

ډونالډ ټرمپ:ایران له سخت مالي بحران سره مخ دی او نغدي مرستې ته اړتیا لري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران له مالي پلوه د سقوط په حال کې دی او سختې نغدي مرستې ته اړتیا لري.

هغه دا څرګندونې په خپل ټولنیز پلیټفارم تروت سوشیال کې کړې او ادعا یې کړې چې ایران د عوایدو د کمېدو له امله له جدي اقتصادي فشار سره مخ دی.

ټرمپ زیاته کړې چې ایران غواړي د هرمز تنګی ژر تر ژره بېرته پرانستل شي، ځکه د ده په وینا د دې لارې بندېدو له امله هره ورځ لوی مالي زیان ویني.

هغه همداراز ویلي چې د ایران د امنیتي ځواکونو او پولیسو د معاشونو په نه ورکولو شکایتونه زیات شوي او دا حکومت د “بیړنۍ مرستې” حالت ته رسېدلی دی.

د امریکا د خزانې وزیر:پر ایران به اقتصادي فشار او بندیزونه لا پسې زیات شي

0

د امریکا د خزانې وزیر اسکات بسنټ ویلي چې امریکا به د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې او اقتصادي فشارونو تګلاره دوامداره وساتي.

هغه ادعا کړې چې په نږدې ورځو کې به د خارک د تېلو زېرمه‌ځایونه ډک شي او د ایران د تېلو کمزورې څاګانې به بندې شي.

بسنټ ویلي چې د ایران د سمندري تجارت محدودول د حکومت د عوایدو اصلي شریانونه په نښه کوي او د امریکا د خزانې وزارت د “اقتصادي قهر” په نوم کمپاین له لارې د فشار زیاتولو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې چې هر هغه کس یا بېړۍ چې د پټو مالي یا تجارتي لارو د دې جریانونو ملاتړ وکړي، د امریکا د بندیزونو سره به مخ شي، او واشنګټن به هغه شتمنۍ هم کنګل کړي چې د ده په وینا د ایران مشرتابه د خلکو له نومه په ناسمه توګه ترلاسه کړې دي.

وال سټریټ ژورنال:د ډونالډ ټرمپ اداره د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار تګلاره جاري ساتي

0

وال سټریټ ژورنال په یو راپور کې ویلي، چې ډونالډ ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره د ایران د بیا بمبارۍ احتمال ارزولی؛ خو په پای کې یې پرېکړه کړې چې د فشار تګلاره دوام ومومي.

راپور زیاتوي چې د ټرمپ اداره چمتو ده انتظار وباسي او باور لري چې د “اعظمي فشار” پخوانۍ تګلاره یو ځل بیا اغېزمنه کېدای شي.

د سرچینو په وینا، ټرمپ او د هغه ټیم منځنۍ لاره غوره کړې ده، چې له مخې به یې پر ایران فشار تر هغه دوام وکړي څو تهران یو مشخص وړاندیز وړاندې کړي.

د راپور له مخې، وروسته به د امریکا ولسمشر پرېکړه کوي چې خبرې دوام ومومي او که د ایران پر وړاندې د بریدونو نوې څپه پیل شي.