جمعه, جولای 17, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان؛نامعلومو وسله‌والو په کلات کې پر پوځي کمپ برید کړی

بلوچستان؛نامعلومو وسله‌والو په کلات کې پر پوځي کمپ برید کړی

راپورونه وايي، د بلوچستان د کلات ولسوالۍ اړوند د بدرنګ په سیمه کې نامعلومو وسله‌والو د پاکستان د پوځ پر یوه پوځي کمپ برید کړی دی.

ځایي سرچینې وایي، د برید پر مهال د سیمې له بېلابېلو برخو د سختو ډزو او څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

تر اوسه د برید د څرنګوالي، د احتمالي مرګ‌ژوبلې، اوښتو مالي زیانونو او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

تر دې دمه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی او پاکستاني چارواکو هم د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here