جمعه, جولای 17, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان کې سیاسي ترینګلتیا؛سهیل افریدی وايي، له هر هغه سیاست سره مخالف...

پاکستان کې سیاسي ترینګلتیا؛سهیل افریدی وايي، له هر هغه سیاست سره مخالف یم چې زما ایالت او خلکو ته زیان رسوي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر سهیل آفریدي د مرکزي حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هر هغه اقدام به د ده له مخالفت سره مخ شي چې د ایالت او خلکو ګټو ته زیان ورسوي.

سهیل آفریدي په خپلو څرګندونو کې ویلي: «زه له هر هغه سیاست سره مخالف یم چې زما ایالت او زما خلکو ته زیان رسوي، او د هغه پر وړاندې درېږم.»

نوموړي ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا د حقونو او ګټو ساتنه به یې لومړیتوب وي او د هغو پرېکړو مخالفت به کوي چې د ایالت پر خلکو منفي اغېز ولري.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په پاکستان کې د مرکزي حکومت د پالیسیو او د ایالتونو د غوښتنو ترمنځ اختلافات او سیاسي ترینګلتیا لا هم دوام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here