سه شنبه, جون 23, 2026
Homeافغانستانمیترا مهران: د طالبانو د استازو کوربه‌توب د اروپايي پارلمان له اصولو...

میترا مهران: د طالبانو د استازو کوربه‌توب د اروپايي پارلمان له اصولو سره په ټکر کې دی

د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د عدالت آرشیف بنسټ اېښودونکې میترا مهران د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د استازو کوربه‌توب د عملي او واقع‌بینانه ډیپلوماسۍ په نوم نه شي توجیه کېدای.

هغې په یوه پیغام کې ویلي چې د داسې نظام د استازو هرکلی چې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او ځورونې پر بنسټ ولاړ دی، د تسلیمۍ مانا لري او د اروپايي پارلمان له اصولو او قانوني مکلفیتونو سره په ټکر کې دی.

مهران همداراز د اروپايي پارلمان له مشرې روبرتا مېتسولا خپله ناهیلي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له نوموړې یې د دې موضوع په اړه د لا قوي دریځ تمه لرله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here