د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د یو لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په سهار له تهران څخه اسلامآباد ته روان شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا یو ورځنی رسمي سفر دی چې موخه یې د پاکستان له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، همکاریو او بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کول دي.
تمه کېږي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا بحث وشي.

