د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې شبنم صالحي ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۲مې غونډې په ترڅ کې یې په جنیوا کې یوه بوخته او ګټوره اوونۍ تېره کړې ده.
نوموړې ویلي چې د «په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز اغېزې او د ماشومانو ودونه» تر سرلیک لاندې د نوي راپور خپرول د یادې اوونۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه وو.
د راپور موندنې ښيي چې د نجونو پر زده کړو بندیز د ماشومانو د ودونو کچه لوړه کړې او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.
شبنم صالحي زیاته کړې چې د بېلابېلو ډیپلوماټیکو استازولیو، نادولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو له چارواکو او کارکوونکو سره یې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه مهمې او رغنده خبرې اترې هم کړې دي.
هغې هیله څرګنده کړې چې افغانې نجونې ډېر زر بېرته خپلو بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول د زده کړو حق ته لاسرسی ومومي.

