سه شنبه, جون 23, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د تمدن ټلوېزیون خپرونې وتړلې

د طالبانو حکومت؛د تمدن ټلوېزیون خپرونې وتړلې

تمدن ټلوېزیون ویلي، د دې رسنۍ پر مرکزي دفتر د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو له یرغل وروسته یې خپرونې بندې شوې دي.

یاد ټلوېزیون په یوه خبرتیا کې ویلي چې دا پېښه د محرم د تاسوعا او عاشورا له ورځو سره هم‌مهاله رامنځته شوې ده.

تمدن ټلوېزیون د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول د عاشورا له ماتم کوونکو غوښتي چې دا موضوع په جدي ډول وڅاري او د راتلونکو تحولاتو په اړه بیداره واوسي.

تر اوسه د طالبانو حکومت چارواکو په رسمي توګه د دغې پېښې او د تمدن ټلوېزیون د خپرونو د بندېدو په اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here