یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 70

امریکا، خپلو اتباعو ته:ژر تر ژره له لبنان څخه ووځئ

0

بیروت کې د آمریکا سفارت په تازه خبرداري کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د لبنان د «پیچلي او بې‌ثباته» امنیتي وضعیت له امله ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.

د یاد سفارت په رسمي بیان کې راغلي، هغه امریکایان چې لا هم په لبنان کې دي باید تر هغه وخته له فرصته ګټه واخلي چې تجارتي الوتنې روانې دي.

سفارت هغو کسانو ته چې د پاتې کېدو پرېکړه کوي سپارښتنه کړې چې د احتمالي بیړني حالت لپاره چمتووالی ولري او امنیتي پرمختګونه له نږدې وڅاري.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د اسرائیل پوځ او حزب‌الله ترمنځ د چهارشنبې په ورځ تازه نښتې راپور شوې دي.

دغه تاوتریخوالی سره له دې رامنځته شوی چې دواړو لورو ترمنځ لنډمهالی اوربند نافذ و.

د راپورونو له مخې، د روانو بریدونو په ترڅ کې د مارچ له پیل راهیسې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي، او له یو میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي.

د استرالیا لومړی وزیر:د ایران جګړه دې پای ته ورسېږي او دایمي اوربند دې وشي

0

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د ایران د جګړې د پای ته رسولو او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي: «موږ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکي یو او غواړو چې دا شخړه پای ته ورسېږي.»

هغه زیاته کړې چې استرالیا نه غواړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

د نوموړي په خبره:«موږ نه غواړو چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي؛ خو په عین حال کې غواړو چې عادي اقتصادي سوداګري هم دوام ولري.»

اردوغان د جرمني ولسمشر ته:د ایران جګړه کولی شي اروپا کمزورې او د تېلو بیې لوړې کړي

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني له ولسمشر فرانک-والټر شټاینمایر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه کولی شي اروپا کمزورې کړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، اردوغان نن له خپل جرمني سیال سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د ایران پر ضد د جګړې اغېزې یوازې د منځني ختیځ پورې محدودې نه دي، بلکې اروپا ته هم رسېږي او امکان لري لا نورې جدي شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «اردوغان ویلي چې زموږ په سیمه کې جګړه پیل شوې او دا اروپا هم کمزورې کوي، او که دا وضعیت د سولې پر بنسټ مدیریت نه شي، نو د دې شخړې زیانونه به ډېر زیات وي.»

ترکیه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د منځګړیتوب په هڅو کې مهم رول لوبوي.

راپورونه زیاتوي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ د هرمز تنګي د تړل کېدو لامل شوی او دې وضعیت په اروپایي هېوادونو کې د تېلو بیې لوړې کړې دي.

سنتکام:د ایران جنوبي بندرونو په محاصره کې ۳۱ کښتۍ اړ شوې چې مسیر بدل کړي

0

د امریکا مرکزي قومانداني (سنتکام) اعلان کړی چې د ایران د جنوبي بندرونو او ساحلونو د بحري محاصرې په چوکاټ کې، امریکایي ځواکونو ۳۱ کښتیو ته امر کړی چې خپل مسیر بدل کړي یا بېرته خپل مبدأ بندر ته ستنې شي.

د راپور له مخې، د ستنو شوو کښتیو ډېری یې د تیلو ټانکرونه وو.

سنتکام وایي چې په دې عملیاتو کې له ۱۰ زرو څخه زیات امریکایي سرتېري، تر ۱۰۰ زیات جنګي الوتکې، چورلکې او استخباراتي الوتکې، او له ۱۷ زیاتې جنګي بېړۍ د ایران د جنوبي بندرونو د محاصرې په عملیاتو کې برخه لري.

سنتکام:د ایران جنوبي بندرونو په محاصره کې ۳۱ کښتۍ اړ شوې چې مسیر بدل کړي

0

د امریکا مرکزي قومانداني (سنتکام) اعلان کړی چې د ایران د جنوبي بندرونو او ساحلونو د بحري محاصرې په چوکاټ کې، امریکایي ځواکونو ۳۱ کښتیو ته امر کړی چې خپل مسیر بدل کړي یا بېرته خپل مبدأ بندر ته ستنې شي.

د راپور له مخې، د ستنو شوو کښتیو ډېری یې د تیلو ټانکرونه وو.

سنتکام وایي چې په دې عملیاتو کې له ۱۰ زرو څخه زیات امریکایي سرتېري، تر ۱۰۰ زیات جنګي الوتکې، چورلکې او استخباراتي الوتکې، او له ۱۷ زیاتې جنګي بېړۍ د ایران د جنوبي بندرونو د محاصرې په عملیاتو کې برخه لري.

د عمر ګلستان ښارګوټي اوسیدونکي:کابل ښاروالۍ په ناقانونه توګه د خلکو کورونه مهرلاک کوي

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ په ناقانونه توګه د عمرګلستان ښارګوټي یو شمېر کورونه مهرلاک کړي او د دغه ښارګوټي له اوسېدونکو یې غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي.

د عمرګلستان ښارګوټي اوسېدونکي وایي چې دوی د جمهوري حکومت د ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د املاکو اړوند ټول رسمي اسناد په لاس کې لري او ټینګار کوي چې هېڅکله به خپل کورونه پرې نه ږدي.

دوی زیاتوي، که څه هم یاد ښارګوټی دولتي ملکیت ګڼل کېږي؛ خو اپارتمانونه یې په خپلو شخصي پیسو اخیستي دي او د قانون له مخې پرته له مناسب جبران څخه هېڅ اداره حق نه لري چې دوی له خپلو قانوني کورونو وباسي.

د اوسېدونکو په وینا، پر ځای د دې چې ښاروالۍ او ځانګړې محکمې دوی ته د ستونزو د حل اسانتیاوې برابرې کړي، برعکس یې ستونزې زیاتې کړې دي او د ګڼو پانګوالو د اندېښنو سبب ګرځېدلي دي.

د یادونې ده چې په دغه شهرک کې اته بلاکونه جوړ شوي چې په دې کې ۶۱۶ کورنۍ استوګنې دي.

مسعود پزشکیان:د ژمنو ماتول، کلابندي او ګواښونه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اساسي خنډونه دي

0

د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ژمنو ماتول، اقتصادي کلابندي او سیاسي ګواښونه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو اساسي خنډونه جوړوي.

نوموړي د امریکا د سیاستونو په اړه ویلي چې نړۍ د دغه هېواد د ادعاوو او عملي کړنو ترمنځ ښکاره تضاد ویني.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي د دواړو هېوادونو پلاوي د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې خبرې اترې ترسره کړي.

د امریکا د جګړې وزارت کې ناڅاپي بدلونونه؛د سمندري ځواکونو مشر استعفا کړې

0

د راپورونو له مخې، د امریکا د جګړې وزارت په یوه ناڅاپي اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه وزارت د سمندري ځواکونو مشر “جان فیلن” له خپلې دندې استعفا کړې او سمدستي خپل مسوولیت پرېږدي.

سرچینې زیاتوي چې دا استعفا عادي نه ده، بلکې د وزارت له دننه د اختلافاتو پایله وه.

ځینو امریکایي رسنیو د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې یاد لوړپوړی چارواکی د امریکا د جګړې له وزیر پیټ هګسټ سره د جدي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه شوی دی.

تر دې وړاندې د همدې میاشتې په لومړیو کې د امریکا د پوځ لوی درستیز رنډي جیورج هم خپله استعفا اعلان کړې وه، چې دا کار د پوځي مشرتابه په کچه د بې‌ثباتۍ نښه بلل شوې ده.

بي بي سي:کینیا د ولسي جرګې پخواني وکیل ظاهر قدیر، امریکا ته د سپارلو طرحه تایید کړه

د بي بي سي د راپور له مخې، د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی ظاهر قدیر دې امریکا ته وسپارل شي.

راپور زیاتوي، چې د چهارشنبې په ورځ (اپرېل ۲۲مه) قاضي الکزاندر مټېټیو د ابتدايي محکمې هغه پرېکړه تائید کړه چې له مخې یې د ظاهر قدیر د سپارلو قانوني بنسټ برابر بلل شوی و.

د بي بي سي په حواله، پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتلو تورونه لګېدلي دي، خو د نوموړي وکیلانو دا تورونه سیاسي بللي او رد کړي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د ظاهر قدیر وکیلانو اعلان کړی چې دوی به د دې پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته عریضه وکړي، او د دې لپاره ورته یوه میاشت وخت ورکړل شوی دی.

محمد باقر قالیباف:د روان کړکیچ د حل یوازینۍ لار د ایران د ملت حقونه منل، او د زور د سیاست پای ده

0

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، ویلي چې بشپړ اوربند هغه وخت عملي معنا لري چې د سمندري محاصرې او د نړیوال اقتصاد د زیانمنېدو مخه ونیول شي او د اسرائیل جګړه‌پارونه په ټولو جبهاتو کې پای ته ورسېږي.

قالیباف په خپل تازه پیغام کې ټینګار کړی چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل به تر هغې ممکن نه وي، څو چې اوربند په ښکاره ډول نقض کېږي.

هغه زیاته کړې چې مخالف لوري د پوځي اقداماتو له لارې خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي او په وینا یې، د زور سیاست به هم نتیجه ورنه کړي.

د نوموړي په خبره، د روان کړکېچ د حل یوازینۍ لاره د ایران د ملت د حقونو منل دي.