یکشنبه, اگست 2, 2026
Home Blog Page 65

اسرائیل بر ادامه اشغال غزه لبنان و سوریه تأکید کرد

0

شبکه خبری الجزیره گزارش داده است که در حملات تازه ارتش اسرائیل به مناطق مختلف نوار غزه، دست‌کم پنج فلسطینی جان باخته‌اند. به گفته منابع درمانی و امدادی این حملات چندین زخمی نیز برجا گذاشته و مناطق مسکونی و محل اسکان آوارگان را هدف قرار داده است. هم‌زمان، یسرائیل کاتس، وزیر دفاع اسرائیل اعلام کرد که نیروهای این کشور «تا اطلاع ثانوی» در آنچه «مناطق امنیتی» در نوار غزه جنوب لبنان و سوریه می‌خواند، باقی خواهند ماند. او مدعی شد که این حضور برای جلوگیری از تهدیدهای امنیتی علیه اسرائیل ضروری است. این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که درگیری‌ها و حملات نظامی در غزه با وجود تلاش‌های بین‌المللی برای تثبیت آتش‌بس، همچنان ادامه دارد و وضعیت انسانی در این منطقه بحرانی توصیف شده است.

هیأتی به ریاست ملا عبدالغنی برادر برای شرکت در مراسم تشییع آیت‌الله خامنه‌ای به ایران می‌رود

هیأتی به ریاست ملا عبدالغنی برادر آخند معاون اقتصادی ریاست‌الوزرا حکومت طالبان برای شرکت در مراسم تشییع و خاکسپاری آیت‌الله علی خامنه‌ای رهبر پیشین مذهبی ایران به این کشور سفر خواهد کرد.به گفته این منبع این هیأت به نمایندگی از حکومت طالبان در مراسم رسمی تشییع و خاکسپاری آیت‌الله خامنه‌ای حضور خواهد یافت.پیش از این سفیر ایران در کابل دعوت‌نامه رسمی کشورش برای حضور ملا محمد حسن آخند رئیس‌الوزرای حکومت طالبان در مراسم تشییع آیت‌الله خامنه‌ای را به ملا عبدالواسع رئیس دفتر ریاست‌الوزرا تسلیم کرده بود.آیت‌الله علی خامنه‌ای حدود چهار ماه پیش در پی حملات هوایی مشترک ایالات متحده و اسرائیل کشته شد بر اساس گزارش رسانه‌های ایرانی مراسم تشییع و خاکسپاری وی از روز شنبه هفته آینده آغاز خواهد شد.

هند؛پوني ښار کې د يو سوداګر د قتل قضیې لا هم د خلکو پام ځان ته اړولی

0

په هند کې د پوني ښار د یو سوداګر کتن اګروال د قتل قضیې لا هم د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

په دې قضیه کې ویل کېږي چې ۲۰ کلنې نجلۍ سییا ګویل د خپل کوژدن د وژنې په پلان کې له خپل ملګري چتن چودري سره لاس درلود.

د معلوماتو له مخې، سییا نه غوښتل چې له کتن اګروال سره واده وکړي، خو د کورنۍ د فشار او دودیزو رواجونو له امله په دې اړیکه کې پاتې شوې وه، چې وروسته دا موضوع تر سختې شخړې او بیا تر وژنې پورې ورسېده.

د هند نامتو لیکوال چتن بھګت په یوې مرکې کې ویلي چې د دې ډول پېښو تر شا اکثره وخت د کورنۍ فشار او د ناموس موضوع مهم رول لري.

د هغه په وینا، په ځینو محافظه‌کارو کورنیو کې د ځوانانو شخصي انتخابونه محدود وي، چې دا ډول غمجنو پېښو ته زمینه برابروي.

اوس مهال پولیس د دې قضیې پلټنې کوي او هڅه کوي چې ټول اړخونه روښانه کړي.

دې قضیې په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ بحثونه راپورته کړي دي، په ځانګړي ډول د کورنۍ فشار او د ځوانانو د انتخاب حق په اړه.

آزادی ۱۴۷ مهاجر افغان از زندان‌های پاکستان و بازگشت آنان به کشور

وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان حکومت طالبان اعلام کرده است که در جریان هفته جاری، ۱۴۷ مهاجر افغان از زندان‌های پاکستان آزاد شده و به افغانستان بازگشته‌اند.این وزارت در خبرنامه‌ای گفته است که این افراد به دلیل نداشتن اسناد قانونی برای مدت‌های متفاوت در زندان‌های پاکستان نگهداری می‌شدند.براساس این خبرنامه مهاجران آزادشده از طریق گذرگاه‌های تورخم و سپین‌بولدک وارد افغانستان شده و پس از دریافت کمک‌های بشردوستانه به مناطق اصلی سکونت خود منتقل شده‌اند.

ملګري ملتونه:اعدام په ۲۱مه پېړۍ کې ځای نه لري او بايد دا سزا لغوه شي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د اعدام سزا غیرانساني بللې او ویلي یې دي چې دا سزا د بې‌ګناه انسانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي او په نننۍ نړۍ کې ورته ځای نشته.

ګوترېش په خپله اېکس‌پاڼه کې ليکلي چې د اعدام د سزا له بشپړ لغوه کېدو څخه په کلکه ملاتړ کوي او د دې سزا د پای ته رسولو لپاره خپلې ژمنې ته وفادار دی.

د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د بښنې نړیوال سازمان د راپورونو له مخې، چین، ایران، سعودي عربستان، مصر او امریکا د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د اعدام ډېری پېښې پکې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې ګڼو نورو هېوادونو دا سزا لغوه کړې ده.

بلخوا، د ایران د بشري حقونو د «هه‌نګاو» سازمان د معلوماتو له مخې، ایران په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ او په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغان بندیان د بېلابېلو تورونو په تړاو اعدام کړي، چې د راپور له مخې ډېری یې د قانوني مدافع وکیل له لاسرسي پرته محاکمه او اعدام شوي دي.

بارندگی‌های موسمی در خیبرپختونخوا و بلوچستان جان هفت تن را گرفت

0

بارندگی‌های شدید موسمی رعدوبرق و سیلاب در ایالت‌های خیبرپختونخوا و بلوچستان پاکستان دست‌کم هفت کشته و ۴۶ زخمی برجا گذاشته است.براساس گزارش‌ها در مناطق دیر بالا، خیبر، شانگله مردان و باجور ایالت خیبرپختونخوا، چهار تن جان باخته و ۳۶ تن دیگر زخمی شده‌اند. در ولسوالی خیبر بر اثر اصابت صاعقه دو کودک کشته و سه تن زخمی شدند و در دیر بالا نیز ۲۱ دانش‌آموز دختر در یک رویداد زخمی شده‌اند.همچنین در ولسوالی ژوب ایالت بلوچستان بر اثر فروریختن خانه‌ها یک زن و دو کودک جان باخته و ۱۰ تن دیگر زخمی شده‌اند. مقام‌های محلی گفته‌اند که زخمیان به شفاخانه منتقل شده و تحت درمان قرار دارند.

تهران کې د خامنه‌يي د جنازې لپاره پراخ چمتووالی؛د مراسمو نېټه او ملي رخصتي اعلان شوې

0

تسنیم خبري آژانس ويلي، چې په تهران کې د ایران د پخواني رهبر ايت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره پراخ چمتووالی روان دی.

د خپرو شویو انځورونو له مخې، د تهران په لوی جومات کې درانه وسایل، باروړونکي موټر او جرثقیلونه لیدل کېږي او همداراز یو لوی سټېج هم جوړ شوی چې ټاکل شوې د مراسمو یوه برخه پرې ترسره شي.

چارواکي وایي چې د دې مراسمو لپاره د ګڼو خلکو د ګډون امکان شته او له همدې امله امنیتي او تنظيمي تدابیر لا سخت شوي دي.

ايراني رسنيو ويلي، چې د خامنه‌یي جنازه او د تدفین مراسم د جولای له ٦ مې تر ٨ مې نيټې اعلان شوي دي.

د جولای په شپږمه ټول ایران کې عمومي رخصتي او په اتمه به یې ملي ماتم وي.

د يادونې وړ ده چې ايت‌الله علي خامنه یي څلور میاشتې وړاندې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې ووژل شو.

نهادهای امنیتی غزه یک متهم به جاسوسی برای اسرائیل را اعدام کردند

0

براساس گزارش‌های منتشرشده نهادهای امنیتی وابسته به حماس در نوار غزه اعلام کرده‌اند که یک شهروند فلسطینی را پس از طی مراحل قضایی به اتهام همکاری با اسرائیل و مشارکت در ترور فرماندهان گردان‌های قسام اعدام کرده‌اند. این نهادها مدعی‌اند که فرد یادشده در جریان جنگ غزه اطلاعات امنیتی را در اختیار دستگاه‌های اطلاعاتی اسرائیل قرار می‌داد و در عملیات ترور شماری از فرماندهان، از جمله عزالدین الحداد نقش داشته است. در بیانیه منتشرشده آمده است که حکم اعدام پس از تکمیل روند قانونی و تأیید مراجع ذی‌صلاح اجرا شده است. با این حال مقام‌های اسرائیلی تاکنون درباره این ادعا واکنشی نشان نداده‌اند و این ادعا به‌طور مستقل نیز قابل راستی‌آزمایی نشده است.

ملا عبدالغني برادر؛د خامنه‌يي د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کوي

يو شمېر باوري سرچينو ويلي، چې د طالبانو حکومت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر نن (پنجشنبه) ایران ته روان شوی، څو د ایران د پخواني رهبر ایت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

تر اوسه د دې سفر په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو ویل کېږي چې د ایران د لوړپوړو چارواکو او د سیمې د ځینو هېوادونو استازي هم په دغو مراسمو کې برخه اخلي.

بل لورته ايراني رسنيو ويلي، چې د خامنه‌یي جنازه او د تدفین مراسم د جولای له ٦ مې تر ٨ مې نيټې اعلان شوي دي.

د سوريې ولسمشر احمد شرع؛د هېواد مشهوره اداکاره روزینا لاذقاني د پارلمان غړې وټاکله

0

د سوریې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې د هېواد مشهوره اداکاره روزینا لاذقاني د ولسمشر احمد شرع له خوا د نوي پارلمان د غړې په توګه ټاکل شوې ده.

د انتخاباتي چارواکو په وینا، دا نوې ټاکنې د پارلمان په ترکیب کې د جنسیتي او قومي توازن د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې دي.

راپور زیاتوي چې د ۲۱۰ کسیز پارلمان له بشپړولو وروسته، وروستي ۷۰ غړي مستقیم د ولسمشر له خوا ټاکل شوي دي، څو د راتلونکې اونۍ د پارلمان لومړۍ غونډې لپاره لاره هواره شي.

د نوو ټاکل شویو غړو په منځ کې ۱۵ ښځې او ۱۳ هغه کسان هم شامل دي چې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د دورې سیاسي بندیان وو.

د انتخاباتو د عالي کمېټې مشر محمد طه احمد ویلي چې دا لېست د فداکارۍ او تجربې ګډ غږ دی او د سوریې د ۱۴ ولایتونو له بېلابېلو ټولنیزو قشرونو استازي پکې شامل دي.

خو د نوي پارلمان جوړښت له نیوکو هم خالي نه دی.

د سویدا ولایت ټاکنې د تېر کال د فرقه‌ییزو شخړو له امله نه دي ترسره شوې، او په شمالي سیمو کې هم ځنډ سره مخ شوې دي.

همدارنګه، له ۲۰ څخه زیات کردي ګوندونو او ۱۴ مدني ډلو د دې سیسټم پر جوړښت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ولسمشر له خوا د غړو مستقیم ټاکل د پارلمان خپلواکي کمزورې کوي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو مرستیال استازي کلادیو کوردوني ویلي چې د سوریې دا انتقالي پړاو حساس دی او د نوي پارلمان پیل د قانون جوړونې او د ټولنې د ټولو برخو د غږ د اورېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي.