راپورونه وایي، د پاکستان د بلوچستان ایالت د خاران ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د بلوڅ وسلهوالو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو د شپې مهال د ولسوالۍ په څو سیمو کې لارې تړلي او ادعا یې کړې چې یو شمېر دولتي دفترونه، د پولیسو مرکزونه او دولتي وسلې او تجهیزات یې هم نیولي دي.
په ورته مهال ویل کیږي، د خاران ولسوالۍ د پولیسو پر مرکز هم برید شوی، د پولیسو وسلې ترې اخیستل شوي او د ودانۍ ځینې برخې له زیانمنېدو وروسته سوځول شوې دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

