شنبه, اگست 1, 2026
Homeامنیتد غزې روغتیا وزارت: اسرائیل د الاقصی «شهیدانو» روغتون د درملو ګودامونه...

د غزې روغتیا وزارت: اسرائیل د الاقصی «شهیدانو» روغتون د درملو ګودامونه په نښه کړي

د غزې د روغتیا وزارت وایي، اسرائیلي ځواکونو د دیرالبلح په سیمه کې د الاقصی شهیدانو روغتون د درملو پر ګودامونو برید کړی چې له امله یې دوه ګودامونه په بشپړ ډول ویجاړ او دوه نور سخت زیانمن شوي دي.

وزارت ویلي، په دغه برید کې د روغتون د بهرنیو ناروغانو څانګه هم زیانمنه شوې او د درملو او نورو مهمو طبي توکو د پام وړ زېرمې له منځه تللې دي.

د غزې د روغتیا وزارت دغه برید «وحشیانه جنایت» بللی او له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو ادارو او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي چې د روغتیايي مرکزونو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره بېړني اقدامات وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here