د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د یو احتمالي تفاهم پر اساسي چوکاټ هوکړه شوې، له همدې امله پر ایران د احتمالي سخت برید پلان هم ځنډول شوی دی.
ټرمپ په خپلې ټروث سوشل پاڼه کې لیکلي، امریکا چمتو وه چې پر ایران داسې ځواک وکاروي چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې یې ساری نه و لیدل شوی، خو په وینا یې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو غوښتنه کړې چې برید وځنډول شي، ځکه د یو تفاهم پر اساسي چوکاټ هوکړه شوې ده.
هغه زیاته کړې، د دې احتمالي هوکړې له مخې به د هرمز تنګی په بشپړ ډول د نړیوالو کښتیو پر مخ پرانیستل شي او د ایران اټومي ګواښ به پای ته ورسېږي.

