د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي ویلي، د نظام ناکامي یوازې د سیاستوالو پر غاړه نه شي اچول کېدی، بلکې د دې وضعیت لپاره نور لوري هم مسؤلیت لري.
هوتي په یوه څرګندونه کې ویلي، د نظام ستونزې د سیاسي ګوندونو، مشرانو، دولت او اسټېبلېشمنټ د ناسمو تګلارو او تېروتنو پایله ده.
نوموړي پوښتلي چې ایا په اوسني نظام کې سیاستوالو ته کله هم بشپړ واک ورکړل شوی دی، که نه.
هوتي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په پاکستان کې د حکومتولۍ، سیاسي واک او د ادارو د رول په اړه توند بحثونه روان دي.

