د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمهییزو مطالعاتو انسټېټیوټ (AISRS) په کابل کې د «افغانستان – برېټانیا اړیکې؛ فرصتونه، ننګونې او سیمهییز لیدلوری» تر سرلیک لاندې د تړلو دروازو تر شا د ګردي مېز ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د برېټانیا استازو، افغان څېړونکو، د پالیسۍ شنونکو، د خصوصي سکټور او مدني ټولنې استازو ګډون کړی و او د افغانستان او برېټانیا پر اړیکو، سیمهییزو بدلونونو، امنیتي ننګونو او د همکاریو پر فرصتونو یې خبرې وکړې.
د انسټېټیوټ په وینا، ناسته د چتم هاوس د اصولو له مخې ترسره شوې او موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو تبادله او د رغنده تعامل د لارو چارو ارزونه وه.

