پنجشنبه, جولای 2, 2026
Homeکورپاڼهد سوريې ولسمشر احمد شرع؛د هېواد مشهوره اداکاره روزینا لاذقاني د پارلمان...

د سوريې ولسمشر احمد شرع؛د هېواد مشهوره اداکاره روزینا لاذقاني د پارلمان غړې وټاکله

د سوریې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې د هېواد مشهوره اداکاره روزینا لاذقاني د ولسمشر احمد شرع له خوا د نوي پارلمان د غړې په توګه ټاکل شوې ده.

د انتخاباتي چارواکو په وینا، دا نوې ټاکنې د پارلمان په ترکیب کې د جنسیتي او قومي توازن د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې دي.

راپور زیاتوي چې د ۲۱۰ کسیز پارلمان له بشپړولو وروسته، وروستي ۷۰ غړي مستقیم د ولسمشر له خوا ټاکل شوي دي، څو د راتلونکې اونۍ د پارلمان لومړۍ غونډې لپاره لاره هواره شي.

د نوو ټاکل شویو غړو په منځ کې ۱۵ ښځې او ۱۳ هغه کسان هم شامل دي چې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د دورې سیاسي بندیان وو.

د انتخاباتو د عالي کمېټې مشر محمد طه احمد ویلي چې دا لېست د فداکارۍ او تجربې ګډ غږ دی او د سوریې د ۱۴ ولایتونو له بېلابېلو ټولنیزو قشرونو استازي پکې شامل دي.

خو د نوي پارلمان جوړښت له نیوکو هم خالي نه دی.

د سویدا ولایت ټاکنې د تېر کال د فرقه‌ییزو شخړو له امله نه دي ترسره شوې، او په شمالي سیمو کې هم ځنډ سره مخ شوې دي.

همدارنګه، له ۲۰ څخه زیات کردي ګوندونو او ۱۴ مدني ډلو د دې سیسټم پر جوړښت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ولسمشر له خوا د غړو مستقیم ټاکل د پارلمان خپلواکي کمزورې کوي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو مرستیال استازي کلادیو کوردوني ویلي چې د سوریې دا انتقالي پړاو حساس دی او د نوي پارلمان پیل د قانون جوړونې او د ټولنې د ټولو برخو د غږ د اورېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here