د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي غوښتي چې د هېواد د نظام د اصلاح بهیر دې له خپل وزارت پیل کړي.
خواجه اصف ویلي، که محسن نقوي د اصلاحاتو په برخه کې جدي وي، نو باید د ملي عمل پلان (NAP) پاتې مادې عملي او د کورنیو چارو وزارت کې بنسټیز بدلونونه راولي.
د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې محسن نقوي ویلي وو، د هېواد د حکومتولۍ اوسنی نظام له ستونزو سره مخ دی او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري.
خواجه اصف همداراز ټینګار کړی چې اصلاحات باید د پارلمان او فدرالي کابینې له لارې ترسره شي او زیاته کړې یې ده چې محسن نقوي له څو کلونو راهیسې د اوسني حکومتي د جوړښت برخه دی او د اصلاحاتو د پیل فرصت یې تر دې وړاندې هم درلود.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې پر حکومتي جوړښت د سیاسي او مذهبي کړیو نیوکو پاکستاني چارواکي وارخطا کړي او د بدلون غوښتنې مطرح کوي.

