د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت د سیمې د هېوادونو سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.
مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي، سیمهییز هېوادونه باید د افغانستان د ثبات په ساتلو او پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د پرمختګ لپاره هم زمینه برابروي او د طالبانو حکومت له ټولو سیمهییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو پلوی دی.

