یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 64

نیویارک ټایمز:د امریکا نوې پالیسي کې د سیاسي نظرونو له امله د ګرین کارت ردولو امکان زیات شوی

0

نیویارک ټایمز وایي، په امریکا کې د ګرین کارت ترلاسه کولو پخواني شرایطو کې بدلون راغلی او اوس د سیاسي نظرونو څرګندول هم د غوښتنلیک پر ارزونه اغېز کولی شي.

د راپور پر بنسټ، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تر نوو لارښوونو لاندې دا امکان شته چې هغه کډوال چې په سیاسي فعالیتونو کې برخه اخلي—لکه د فلسطین پلوه لاریونونه، په ټولنیزو رسنیو کې د اسراییلو پر ضد څرګندونې، یا د امریکا بیرغ ته سپکاوی—له ګرین کارت څخه محروم شي.

د نیوریارک ټایمز د معلومات له مخې، د تېر کال له لارښوونو وروسته د امریکایي ضد او یهود ضد نظریاتو ارزونه پراخه شوې ده.

د اسنادو له مخې، د اسراییلو نیوکه هم د شک وړ عامل په توګه یادېږي.

د نیویارک ټایمز په وینا، داسې ټولنیز پوسټونه چې پکې لیکل شوي وي چې په فلسطین کې د اسراییلو ترهګري ودروئ او د اسراییلو بیرغ پرې خط کش شوی وي، د منفي ارزونې لامل کېدای شي.

راپور زیاتوي چې د امریکا د کډوالو اداره، چې مخکې د قانوني کډوالۍ دروازه بلل کېده، اوس د کډوالو پر وړاندې د سختو پالیسیو یوه برخه ګرځېدلې ده.

همدارنګه ویل شوي چې د ګرین کارت د منلو کچه هم په وروستیو میاشتو کې تر نیمایي زیاته راټیټه شوې ده.

د دې ادارې مشر کانګرس ته ویلي:«په امریکا کې د هغو کسانو لپاره ځای نشته چې امریکایي ضد نظریات خپروي یا له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.»

د ایران وسله وال ځواکونه:امریکا به پر ایران د احتمالي برید په صورت کې دا ځل نه جبرانیدونکي زیانونه وویني

0

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه، له لوري په یوه تازه اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې که پر ایران د سمندري محاصرې لړۍ دوام وکړي، نو امریکا به د ایران له «سخت غبرګون» سره مخ شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د هر ډول احتمالي برید په صورت کې، د ایران پوځ چمتو دی چې مقابل لوري ته «نور هم درانه او پراخ زیانونه» واړوي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې لا هم د اسلام‌آباد د خبرو اترو دویم پړاو د هم مهاله ابهام سره مخ دی.

راپورونه:عراقچي د ایران غوښتنې اسلام‌آباد ته سپارلي او د تهران پر “لسو مادو” یې ټینګار کړی

0

العربیه د یوې ایراني ډیپلوماتیکې سرچینې له قوله ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران د رهبرۍ غوښتنې په رسمي ډول د پاکستان چارواکو ته سپارلي دي.

سرچینه وایي، تهران په خپلو خبرو کې اسلام‌آباد ته ټینګار کړی چې ایران د ګواښونو د پای ته رسېدو او د “محاصرې” د ختمېدو له دریځ څخه نه اوړي، او دا یې د خپلو اساسي غوښتنو برخه بللې ده.

په ورته وخت کې دغه سرچینه زیاتوي چې ایران پاکستاني لوري ته د هغو “لسو مادو” پر ژمنتیا هم ټینګار کړی چې د تهران له خوا د احتمالي توافق لپاره وړاندې شوې دي، او د دې مادو پر عملي کولو یې د بشپړ تعهد غوښتنه کړې ده.

العربیه:تهران له جی‌ډي ونس سره پر مذاکراتو ټینګار کوي

0

د سپینې ماڼۍ له خوا د امریکا د راتلونکو مذاکراتو لپاره د سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د نومونو له اعلان سره هم‌مهاله، د العربیه راپورونه ښيي چې د خبرو اترو په اړه د تهران او واشنګټن دریځونه لا هم له یو بل څخه لرې دي.

د اسلام‌آباد څخه د راپورونو له مخې، ایران هڅه کوي د خبرو د کچې او ګډونوالو په انتخاب کې خپل شرطونه روښانه کړي او تر ډېره د داسې لوري سره تعامل ته تمایل لري چې د لوړې سیاسي کچې استازیتوب ولري، لکه د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډی ونس.

سرچینې زیاتوي چې تهران د هغو مذاکراتو له بهیر سره موافق نه ښکاري چې پکې مخکې له مخکې یو اړخیز محدودیتونه یا «سرې کرښې» ټاکل شوي وي، او ټینګار کوي چې هر ډول خبرې باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي.

په همدې حال کې، تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی او امریکايي پلاوي ترمنځ د مستقیمې ناستې کوم رسمي مهالویش نه دی اعلان شوی، چې دا د خبرو د پیل په اړه د ابهام فضا لا پسې پراخوي.

بل خوا، د پاکستان د منځګړیتوب هڅې هم د پام وړ ګرځېدلې دي، او اسلام‌آباد داسې وړاندیز وړاندې کړی چې له مخې یې څو هېوادونه د ایران د اټومي پروګرام د څارنې په بهیر کې ونډه واخلي، څو د سیمه‌ییزو اندېښنو د کمولو لپاره یو ګډ او څو اړخیز میکانیزم رامنځته شي.

د طالبانو حکومت؛د ملا برادر په مشرۍ د ګلبهار ښارګوټي طرحه تصویب کړه

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د یوې غونډې پر مهال د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه تصویب شوه.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاده طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید شوې.

په راپور کې ویل شوي چې خصوصي سکتور د دې ښارګوټي د جوړولو لپاره شاوخوا ۸ میلیارده ډالره د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

ویل شوي، دغه پروژه به پر شاوخوا ۱۱ زره جریبه ځمکه تطبیق شي او د چارواکو په وینا، د زرګونو هېوادوالو لپاره به د استوګنې اسانتیاوې برابرې کړي او همداراز به لسګونو زرو کسانو ته د کار فرصتونه رامنځته کړي.

فضل محمود فضلي:ملي یووالی د اساسي قانون او اجتماعي قرارداد له عملي کولو پرته نه ټینګېږي

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، چې ملي یووالی د تعامل له واضح او منل شوو قاعدو راټوکېږي، نه د زور، ټوپک، وعظ او تشو شعارونو له لارې.

هغه زیاته کړې، چې د ملي یووالي د تحقق یوازینۍ لار دا ده چې د ملي وثیقې یا اساسي قانون پر بنسټ د ټولنې د ټولو وګړو او بېلابېلو اقشارو ترمنځ د ګډ ژوند او تعامل روښانه قواعد ومنل شي.

فضلي ټینګار کړی، چې له اجتماعي قرارداد پرته بله هېڅ بدیله لاره نه شته او که دا بنسټیز اصول نه وي، هر جوړښت ماتېدونکی پاتې کېږي.

نت‌بلاکس:په ایران کې د انټرنېټ بندښت اته اوونۍ دوام کړی او پراخې اغېزې لري

0

د انټرنېټ د بندښتونو څارونکي نړیوال بنسټ “نت‌بلاکس” راپور ورکړی چې په ایران کې د انټرنېټ د محدودیت له پیل څخه اته اوونۍ تېرې شوې دي.

د دې راپور له مخې، دا اختلال اوس د ۵۷ ورځو یا ۱۳۴۴ ساعتونو مودې ته رسېدلی او لا هم دوام لري.

نت‌بلاکس ویلي چې دا د حکومتي پرېکړې له مخې د انټرنېټ بندښت د خلکو اړیکې له یو بل سره خرابې کړي، کورنۍ یې له یو بل جلا کړې او همدارنګه یې د هېواد اقتصاد ته د پام وړ زیان رسولی دی.

امیرخان متقي:سیاستوال، لیکوالان او رسنۍ دې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په احتیاط سره وګوري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د فراغت په مراسمو کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ فعاله مخالفه وسله‌واله ډله شتون نه لري او د ده په وینا ټول قومونه په یووالي کې ژوند کوي.

نوموړي د پاکستان سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي، هغه مذاکرات چې د چین په اورومچي کې ترسره شول، مثبت وو.

متقي له سیاستوالو، لیکوالانو او رسنیو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په احتیاط سره وګوري او غیرمسوولانه څرګندونې ونه کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:په قطر کې د امریکا په تمه میشت افغانان دې بیرته هیواد ته راستانه شي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندیز کړی چې، هغه افغانان چې په قطر کې د امریکا ویزې ته په تمه دي، کولی شي په ډاډه زړه بېرته افغانستان ته راستانه شي.

نوموړي د رسنیو د راپورونو په غبرګون کې ویلي، یو شمېر افغانانو ته ویل شوي چې یا خپل هېواد ته ستانه شي او یا په درېیم هېواد کې د اوسېدو لاره خپله کړي، خو د ده په وینا، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او حکومت د ټولو ستنېدونکو هرکلی کوي.

تکل ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې هېچا ته امنیتي ګواښ نه شته او هېڅوک اړ نه دي چې د امنیتي اندېښنو له امله هېواد پرېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، که څوک غواړي بل هېواد ته ولاړ شي، باید د قانوني لارو او په عزت سفر وکړي، او حکومت د قونسلي اړیکو له لارې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره له نورو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو دی.

وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپورونه ورکړل شوي وو چې په قطر کې میشت هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، کانکو ته استوي.

ایراني رسنۍ:عباس عراقچي د امریکا د خبرو په اړه د تهران ځواب پاکستان ته وړاندې کړ

0

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره د لیدنې پر مهال، د امریکا سره د مذاکراتو په اړه د پاکستان د وړاندیزونو په تړاو د تهران رسمي ځواب ورساوه.

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې دا ځواب “جامع” دی او د تهران ټول ملاحظات په کې په پام کې نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د ایران چارواکو ټینګار کاوه چې د عراقچي سفر پاکستان ته د امریکا له مذاکراتو سره هېڅ تړاو نه لري او یوازې یو منظم او دوراني سفر دی.