جمعه, جولای 17, 2026
Homeکورپاڼهحافظ حمدالله:مولانا فضل‌الرحمن به د پاکستان پر پوځ د خپلو وروستیو نیوکو...

حافظ حمدالله:مولانا فضل‌الرحمن به د پاکستان پر پوځ د خپلو وروستیو نیوکو له امله له خلکو یا پوځ هيڅ بښنه ونه غواړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشرانو څخه حافظ حمدالله ویلي، چې مولانا فضل‌الرحمن به د پاکستان پر پوځ د خپلو وروستیو نیوکو له امله له خلکو یا پوځ څخه بښنه ونه غواړي.

حافظ حمدالله ویلي: «مولانا فضل‌الرحمن حقیقت بیان کړی او هېڅ بې‌بنسټه خبره یې نه ده کړې.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان په سیاست او امنیت کې د پوځ د رول په اړه د فضل‌الرحمن سختو خبرو د پنجاب د یو شمېر سیاستوالو غبرګونونه راپارولي دي.

هغوی له د جمعیت علمای اسلام مشر څخه غوښتنه کړې وه چې د وسله‌والو ځواکونو د نیوکې له امله له خلکو او پوځ څخه بښنه وغواړي.

حافظ حمدالله دغه غوښتنې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د فضل‌الرحمن دریځونه د واقعیتونو پر بنسټ دي او د شا تګ یا بښنې غوښتلو هېڅ اړتیا نشته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here