یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 65

د بلوچستان حکومت؛د غیر راجستر مدرسو پر ثبت سخت اقدامات پیل کړي؛ مذهبي ګوندونه ددې کار مخالفت کوي

0

د بلوچستان حکومت شاوخوا ۳۰۰ غیر راجستر دیني مدرسې تر سختو نظارتونو لاندې نیولي او د هغوی د ثبت بهیر یې چټک کړی دی.

چارواکي وایي دا مدرسې تر اوسه رسمي ثبت نه لري او د ځینو په اړه د بهرنیو مالي سرچینو او احتمالي غیرقانوني فعالیتونو اندېښنې هم شته.

د حکومت په وینا، د دې اقدام هدف د ټولو دیني ادارو قانوني ثبت، مالي شفافیت او د غیرقانوني تمویل مخنیوی دی.

چارواکي زیاتوي چې په بلوچستان کې تر اوسه نږدې ۲۲۰۰ مدرسې په رسمي ډول راجستر شوې دي او د پاتې ادارو د ثبت بهیر روان دی.

بل لوري ته، ځینو مذهبي ګوندونو د دې اقدام مخالفت کړی او ویلي یې دي چې حکومت باید د دیني مدرسو پر وړاندې سخت اقدامات ودروي.

د جمعیت علما اسلام بلوچستان مشر مولانا عبدالواسع ویلي چې که فشارونه دوام ومومي؛ نو د حکومت پر ضد به ټولنیز بایکاټ اعلان کړي.

حکومت ټینګار کړی چې د ټولو دیني ادارو د فعالیتونو تنظیم د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او د علماوو سره په دې اړه مشورې هم روانې دي، څو د شخړو مخه ونیول شي.

هاکان فیدان:د منځني ختیځ کړکېچونه نړیوال امنیت او اقتصاد هم سخت اغېزمنوي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې د اسراییل کړنې اوس د نړیوال امنیت لپاره جدي اندېښنه ګرځېدلې او د سیمې کړکېچونه نور یوازې سیمه‌ییز نه دي پاتې شوي.

هغه د اکسفورډ پوهنتون په وینا کې څرګنده کړې چې د منځني ختیځ شخړې د نړۍ پر اقتصاد او امنیت مستقیم اغېز کوي او دا وضعیت د نړیوال نظام په بدلون کې مهم رول لري.

فیدان ټینګار کړی چې هېوادونه نور نه شي کولی خپل امنیتي او ستراتیژیک تصمیمونه نورو ته وسپاري، بلکې باید خپله فعاله ونډه واخلي.

نوموړي د ایران اړوند جګړه د دې بېلګه بللې چې څنګه سیمه‌ییزې شخړې نړیوال ثبات اغېزمنوي، او زیاته کړې چې دې وضعیت نړیوال امنیت او اقتصادي هوساینه زیانمنه کړې ده.

هغه همدارنګه ویلي چې د سیمې بې‌ثباتي د اسراییلو د اقداماتو له امله له سیمه‌ییزو حدودو اوښتې او نړیوالې همغږۍ ته اړتیا ده.

فیدان د نړیوالو بنسټونو د اصلاح او په منځني ختیځ کې د نوي سیاسي نظم د جوړېدو غوښتنه هم کړې، او ټینګار یې کړی چې د سیمې ستونزې باید د همدې سیمې هېوادونه حل کړي.

د شانګهای همکاریو سازمان:افغانستان دې له جګړې او افراطیت پاک او د یو باثباته هېواد په توګه وده وکړي

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په مسکو کې په یوې غونډه کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ګډونوالو ټینګار کړی چې افغانستان باید له تاوتریخوالي، افراطیت او نشه‌يي توکو پاک وي او د یو خپلواک، بې‌طرفه او ارام هېواد په توګه وده وکړي.

په ناسته کې دا موضوع هم یاده شوې چې د طالبانو له حکومت سره د عملي اړیکو د پراختیا امکانات وارزول شي، او د شانګهای-افغانستان د تماس ډله بېرته فعاله شي.

ګډونوالو همدارنګه د سیمې د همکارۍ د نورو لارو چارو د بیا پيل او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

پخوانی اسراییلي ویاند:د ټرمپ له امر پرته هرمز تنګی لا هم تړلی دی

0

د اسراییل پوځ پخواني ویاند جاناتان کانریکس ویلي، د هرمز تنګی لا هم تړلی پاتې دی، ځکه چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د بیا پرانستلو لپاره کومه رسمي لارښوونه نه ده شوې.

هغه په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې تر اوسه د دې تنګي د خلاصون لپاره هېڅ امر نه دی ورکړل شوی، او وضعیت همداسې پاتې دی.

نوموړي دا هم زیاته کړې چې کله د ټرمپ له خوا امر وشي، د سنتکام ځواکونه به سمدستي اقدام وکړي او د هرمز تنګی به بېرته پرانیزي.

اسلام‌اباد ته د ایراني لوړپوړي پلاوي سفر؛د امریکایي استازي د ورتګ خبرې کېږي؛ خو تهران مستقیمې لیدنې ردوي

0

د راپورونو له مخې، د پاکستان پلازمېنې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له سفر وروسته تمه کېږي چې د امریکا یو لوړپوړی پلاوی هم دغه هېواد ته ورسېږي.

ویل کېږي چې امریکایي استازي، لکه سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به هم اسلام‌اباد ته ولاړ شي، څو د روان وضعیت په اړه سلا مشورې وکړي.

په همدې حال کې، د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي چې ایران ته لا هم فرصت شته چې د هوکړې له لارې خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د ایران او امریکا پلاوي به په اسلام‌اباد کې سره وویني.

هغه ټینګار کړی چې ایراني پلاوی به یوازې له پاکستاني چارواکو سره د سولې او د تاوتریخوالي د کمولو پر هڅو خبرې وکړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو لیدنو کوم پلان نه شته.

کارولین لیویت:ایران له امریکا سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې او واشنګټن هم مثبت ځواب ورکړی

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، ایران له امریکا سره په اسلام‌اباد کې د حضوري خبرو غوښتنه کړې او دا غوښتنه د واشنګټن له لوري منل شوې ده.

لیویت د فاکس‌نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ډونالډ ټرمپ په لارښوونه به ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر اسلام‌اباد ته سفر وکړي، څو د ایراني لوري دریځ واوري.

د سپینې ماڼۍ په وینا، واشنګټن تمه لري چې دا خبرې به رغنده ډول وي او د احتمالي هوکړې لپاره به لاره هواره کړي.

لیویت ټینګار وکړ چې ټرمپ په دې بهیر کې خپلې «سرې کرښې» په واضح ډول ټاکلې دي او د اوربند په غځولو کې یې هم انعطاف ښودلی دی.

پیت هګسټ، اروپایي او اسیایي متحدانو ته:د ایران په کشاله کې د مرستې پرته بله چاره نه لرئ

0

د امریکا د جنګ وزیر پیت هګسټ ویلي چې ایران باید د خبرو اترو پر مېز یو «هوښیار انتخاب» وکړي، ځکه د هغه په وینا وخت د تهران په ګټه نه دی.

هګست په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې ایران اوس د یو «تاریخي فرصت» سره مخ دی څو یوې جدي هوکړې ته ورسېږي، او زیاته یې کړه چې د پرېکړې مسئولیت اوس د ایران پر غاړه دی.

هغه همداراز خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې سمندري محاصره به تر هغه دوام وکړي څو اړتیا وي، او د امریکا سمندري ځواکونو تر اوسه ۳۴ کښتۍ د هرمز تنګي له لارې بېرته ګرځولي دي.

د امریکا دفاع وزیر وویل چې دا وضعیت باید یوازې د واشنګټن پر اوږو پاتې نه شي، بلکې متحدان یې هم باید فعاله ونډه واخلي.

هغه پر اروپايي او اسیایي متحدانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې «د وړیا سپرېدنې دوره پای ته رسېدلې ده.»

هګست ټینګار وکړ چې اروپا د امریکا په پرتله د هرمز تنګي ته ډېره اړتیا لري او له واشنګټن سره اړیکې یې «دوه‌طرفه» وبللې.

عباس عراقچي؛د سیمې د همغږۍ لپاره اسلام‌آباد، مسقط او مسکو ته سفر کوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د سیمې د روانو تحولاتو او دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه به مهمو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

عراقچي ویلي، چې نوموړی به اسلام‌آباد، مسقط او مسکو ته ولاړ شي، څو له شریکانو سره پر دوه‌اړخیزو مسایلو نږدې همغږي او د سیمې پر وروستیو پرمختګونو سلا مشورې وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د ایران لپاره ګاونډي هېوادونه ځانګړی اهمیت لري او تهران هڅه کوي خپلې اړیکې له هغوی سره لا پیاوړې او پراخې کړي.

د اسرائیل لومړی وزیر؛بنیامین نتنیاهو په سرطان ناروغۍ اخته شوی

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې دی د پروستات پر سرطان اخته شوی و؛ خو د دې ناروغي اوس بشپړه درملنه شوې او روغتیايي وضعیت یې ښه او باثباته دی.

نتانیاهو په یوه بیان کې څرګنده کړې چې د هغه کلنی طبي راپور دوه میاشتې ځنډول شوی و، ځکه نه یې غوښتل دا موضوع د جګړې په اوج کې خپره شي او په وینا یې، دغه پرېکړه د دې لپاره شوې وه چې مخالف لوري له دې موضوع څخه د تبلیغاتي موخو لپاره استفاده ونه کړي.

د نتنیاهو د دفتر د معلوماتو له مخې، دی یو کال مخکې د پروستات یو کوچنی طبي مشکل درلود چې درملنه یې شوې وه، خو په وروستیو معایناتو کې د پروستات په غده کې تر یو سانتي‌متر کوچنی بدخیم تومور وموندل شو.

په بیان کې راغلي چې دغه تومور په ډېر لومړني پړاو کې تشخیص شوی و او نتانیاهو د دې تومور هدفمنده درملنه کړې ده.

د المان لومړی وزیر:که ایران جوړجاړی وکړي، اروپایي اتحادیه د بندیزونو کمولو ته چمتو ده

0

د المان لومړي وزیر فریدریش مرتس ویلي چې که ایران د جوړجاړي لپاره چمتووالی وښيي، نو اروپایي اتحادیه کولی شي د بندیزونو په کمولو غور وکړي.

هغه په ورته وخت کې تور پورې کړی چې تهران د وخت ضایع کولو هڅه کوي، او ټینګار یې کړی چې باید پر ایران فشارونه لا زیات شي.

مرتس زیاته کړې چې د اروپایي اتحادیې د مشرانو په غونډه کې هېڅ یو هېواد د دې نظر مخالف نه و، چې که ایران خپله تګلاره بدله کړي او د تفاهم لور ته لاړ شي؛ نو د بندیزونو د کمېدو امکان شته.