چهارشنبه, جون 24, 2026
Homeافغانستانپاچا درېیم چارلس؛د افغانستان د کرکټ کډوالې ښځینه لوبډلې سره ولیدل

پاچا درېیم چارلس؛د افغانستان د کرکټ کډوالې ښځینه لوبډلې سره ولیدل

د بریتانیا پاچا King Charles III (درېیم چارلس) په لندن کې د افغانستان د کرکټ کډوالې ښځینه لوبډلې له غړو سره لیدلي دي.

د راپورونو له مخې، د لوبډلې غړو درېیم چارلس ته په لاس سینګار شوی د کرکټ یو بېټ هم ډالۍ کو او له هغه سره یې خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ کډواله ښځینه لوبډله راتلونکې اوونۍ په بریتانیا کې څو سیالۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې لوبډلې ټولې لوبغاړې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستانه بهر په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او خپلو ورزشي فعالیتونو ته یې دوام ورکړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here