د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي چې په کابل کې پر پاکستاني الوتکو د دافع هوا ډزې د دوی د ځواکونو له لوري ترسره کېږي.
وزارت له کابل ښاریانو غوښتي چې اندېښنه ونه کړي.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي چې په کابل کې پر پاکستاني الوتکو د دافع هوا ډزې د دوی د ځواکونو له لوري ترسره کېږي.
وزارت له کابل ښاریانو غوښتي چې اندېښنه ونه کړي.
تازه خبر
د امنیتي سرچینو د راپورونو له مخې تازه د طالبانو حکومت پر اسلام اباد او پیښور د ډرون په واسطه پراخ او درانه بریدونه پیل کړي.
دا مهال یاد بریدونه په پوځي مرکزونو او قرارګاوو روان دي.
لیکوال: احمد شاه ساحل
دا یو روښانه حقیقت دی چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دښمني د هغوی د ”ستراتیژیکي ژورتیا“ له نظریې سرچینه اخلي. په افغانستان کې که هر سیاسي نظام واکمن وي، دا سیاست به ورسره مخ وي. نو دا مسله د کومې ځانګړې سیاسي ډلې یا نظام سره تړاو نه لري.
له همدې امله هېڅوک نه شي کولای دا تاریخي حقیقت د خپلي اتلولۍ معیار وګرځوي یا خپل حقانیت پرې توجیه کړي.
اصلي خبره دا ده چې څوک دا دښمني د دښمنۍ په توګه پالي او څوک یې د ”خاصې کړۍ“ تر نوم لاندي محدودوي. یو؛
دوهم:
د هر هغه هېواد غندنه اړینه ده چې د افغانستان ملي حریم نقضوي. که هغه د ”خلیلزاد هیواد“ امریکا وي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پر کابل کې د ایمن الظواهري په پلمه برید وکړ، او که اوس پاکستان وي چې خپل برید د نور ولي محسود په نوم توجیه کوي. په دې باید وپوهیږو چې د ملي حاکمیت اصل واحد دی، او باید په واحد معیار وارزول شي. هغوی چې د امریکا د برید پر مهال یې خوښۍ کولې او نن د پنجاب پر بریدونو شور کوي، که دا کار ناشعوري کوي، نو دا ماشومانه سیاست دی؛ او که قصدي یې کوي، نو دا پروژه يي سیاست دی.
په هر صورت، افغانستان په تیرو ساعتونو کې د خپل توان مطابق غبرګون وښود، او دا یې مشروع حق و. خو پنجاب او د هغوی همغاړي قوتونه باید دا ګومان ونه کړي چې ګواکې پور ادا او غچ واخیستل شو. نه نه؛ دا یوازې یو غبرګون و، نه غچ و او نه د پور اداینه. زموږ تاریخي دردونه او ستاسې پرله پسې بریدونه، دومره سطحي نه دي چې په یوه متقابل اقدام پای ته ورسېږي.
لا خو د امیر کروړ روح د هریوا د رود پر غاړه نا ارام دی، لا د میرویس نیکه د پاڅون چغه په کوکران کې غرغره ده؛ لا د احمدشاه بابا اروا د پښتونخوا د غرونو څوکو ته نه ده ختلې، لا د اکبر خان احساس نه دی راپارېدلی؛ لا د ایوب خان نوم زموږ په ملي شعور کې نه دی راژوندی شوی، او لا هم ملاله د خپل کور په څنډه کې بندي ده. زموږ حساب او زموږ کتاب به هغه وخت پيلیږي چې لږ هم د خپلو نیکونو پر لیکه ور برابره شو. دا مه هېروئ چې د ملتونو تاریخ د اوږدې حافظې درلودونکی وي. موږ خپل دردونه، سپکاوی او مقاومت هېڅکله نه هېروو. هغه ورځ به راځي چې ستاسې د ”ستراتیژیک عمق“ تور تصور به د تل لپاره بدل شي؛ هغه تصور چې د دې وطن خلک یې د جګړو، بې ثباتۍ او شاته پاتې والي ژورې کندې ته ټېل وهلي دي.
راتلونکی به د داسې سیاسي شعور او ملي یووالي غوښتنه کوي چې نه په احساساتي شعارونو، بلکې په سنجول شوې تګلارې او ملي اجماع سره د تاریخ دا اوږد حساب تصفیه کړي.
د شهیدانو روحونه دې ښاد وي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.
جمهوري حکومت کې د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، وروستۍ ویډیوګانې ښيي چې د پاکستان امنیتي جوړښت آن په سختو خوندي سیمو او ډیپلوماټیکو زونونو کې هم د بشپړ امنیت په ټینګښت کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
د ده په وینا، کله چې یو هېواد د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره سختدریځې ډلې روزي او یا یې زغمي، دا پالنه په پای کې خپله پر هماغه هېواد تاوانيږي.
میاخېل زیاته کړې چې د څو لسیزو راهیسې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي د افغان دولتي بنسټونو کمزوري کول او د بنسټیزو تاسیساتو زیانمنول وو، څو افغانستان بېثباته او اړ پاتې شي.
هغه ویلي، ښوونځي، سړکونه، امنیتي ادارې او پراختیايي پروژې د همدې لاسوهنې او نیابتي جګړو قرباني شوي دي.
د نوموړي په باور، سختدریځي او نیابتي ډلې هېڅکله یوازې د پولو هاخوا محدودې نه پاتې کېږي، بلکې په اوږدمهال کې دننه امنیتي ګواښ ګرځي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان پر وړاندې هوايي بریدونه او د فشار سیاستونه د ستونزې حل نه دی، بلکې پاکستان باید د خپلو پولو دننه د وسلهوالو شبکو پر له منځه وړلو او د ډیپلوماټیکو ماموریتونو او ملکي وګړو پر خوندیتوب تمرکز وکړي.
میاخېل خبرداری ورکړی چې دوامداره بمبارۍ او لنډمهاله محاسبې ثبات نه راولي، بلکې اوږدمهاله ناوړه پایلې لري، او هر هېواد بالاخره د خپلو تګلارو پایلې ویني.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ایران د مذهبي مشر علي خامنهیي د مرګ خبر له خپریدو وروسته د پاکستان کراچۍ کې د خامنهیي پلویانو د امریکا پر قونسلګرۍ برید وکړ.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت ویاند ایمل فیضي په خپل تازه تحلیل کې ویلي چې د ټيټيپي په نوم د پاکستان پوځي فعالیتونه یوازې یوه بهانه ده او اصلي هدف یې په سیمه کې د امریکا د اجنډا عملي کول او د ایران پر وړاندې د نوي ماموریت منل دي.
فیضي ادعا کړې چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت او پاکستان ترمنځ پټه همغږي، په پاکستان کې د داعش ازاد فعالیت او پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه د یوې واحدې سترې لوبې نښې دي.
د هغه په وینا، د پاکستان پوځ پر ایران د امریکا په برید کې ځانګړی رول منلی او د ټيټيپي ضد مبارزه یوازې د دې ماموریت د پټولو لپاره کارول کېږي.
فیضي پوښتنه کړې چې ولې پاکستان تر اوسه په خپلو عملیاتو کې د ټيټيپي کوم غړی نه دی په نښه کړی او ټینګار یې کړی چې د بریدونو قربانیان اکثره ملکي افغانان دي.
هغه دا هم ویلي چې یو اټومي ځواک ولې د خپلې خاورې په امنیت کې پاتې راغلی او ولې د استخباراتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.
ایمل فیضي پر کابل مېشتو چارواکو او افغانانو غږ کړی چې د پاکستان دا تګلاره له مستندو شواهدو سره نړیوالو ته روښانه کړي او له نړیوالې ټولنې وغواړي چې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه بېطرفه څېړنه وکړي او اسلاماباد د نړیوالو قوانینو له مخې ځواب ویلو ته اړ کړي.
د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ویلي چې د افغانستان پوځي ځواک په توپ او جنګي الوتکو کې نه دی، بلکې د شته امکاناتو له مخې په چریکي جګړه، نفوذي فعالیتونو او د کره معلوماتو پر بنسټ د پاکستان دننه نامنظمو بریدونو کې نغښتی دی.
عاصي ټینګار کړی چې فشار باید پرلهپسې او اوږدمهاله وساتل شي.
د هغه په وینا، که فشار دوام ومومي، د راولپنډۍ مفسد افسران به په پای کې خپله سپین بیرغ پورته کړي.
نوموړي دا څرګندونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په تړاو کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې آیتالله علي رضا اعرافي د نګهبان شورا د فقیه غړي په توګه د لنډمهاله مشرتابه شورا ته ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، اعرافي به د انتقالي پړاو پر مهال د هېواد د لوړې مشرتابه په ډله کې برخه ولري او د نوي رهبر تر رسمي ټاکنې پورې به د دولتي چارو په سمون کې ونډه واخلي.
تر دې وړاندې هم ویل شوي وو چې د لنډمهاله مشرتابه شورا کې به د دولت مهم چارواکي شامل وي، څو د واک د لېږد بهیر منظم او قانوني وساتل شي.
ایراني چارواکو ویلي چې د انتقالي مرحلې ټول اقدامات به د اساسي قانون له مخې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا او اسراییلو په برید کې د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي ووژل شو او د موقت رهبري شورا د غړو په ټاکلو کار روان دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر مذهبي مشرخامنهای او د هغه د کورنۍ د غړو وژل کېدل «ظالمانه» او «د انساني اخلاقو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه» وبلله.
کرملین په یوه خپاره شوي پیغام کې وویل چې پوتین د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته په استولي لیک کې خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندې کړې دي.
په پیغام کې راغلي: «مهرباني وکړئ د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر مشر سید علي خامنهای او د هغه د کورنۍ د غړو د وژنې په تړاو، چې د انساني اخلاقو او نړیوالو قوانینو د ټولو اصولو په سپکاوي ترسره شوې، زما ژور تسلیتونه ومنئ.»
پوتین زیاته کړې چې خامنهای به په روسیه کې د «یو پیاوړي دولتي شخصیت» په توګه یادېږي، چې د روسیې او ایران ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د هراړخیز ستراتېژیک مشارکت کچې ته د رسولو کې یې مهم شخصي رول درلود.
د طالبانو حکومت امنیتي مسولین وایي، تیره شپه یې د ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې په پاکستاني ځواکونو په تعرضي بریدونه کړي.
د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکي جابر نعماني په ایکس پاڼې لیکلي چې تر دې مهاله یې څلور لویې پوستې نیولي دي.
ښاغلي نعماني لیکلي:« تر دا مهال ۴ لویې پوستې فتحه او لسګونه عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې یوازې پښتانه نه دي، بلکې نور قومونه هم د یوه هېواد په توګه د پاکستان موجوده سیاسي جوړښت نه مني.
هغه زیاته کړې چې خیبرپښتونخوا د پنجاب تر استعمار لاندې ده او له اټک څخه تر پېښور، کابل، کندهار، ننګرهار او خوست پورې سیمې د یوه واحد ولسي وجود برخه ګڼل کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همداراز ویلي چې تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې یوه پخوانۍ موضوع ده او دغې ډلې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د پاکستان پر مهمو پوځي مرکزونو بریدونه کړي وو.
پښتین ویلي چې کابل او اسلاماباد هېڅکله بشپړ ملګري کېدای نه شي او په کابل کې د هر چا واکمني د اسلاماباد پر وړاندې د مخالفت په معنا ګڼل کېږي.