شنبه, جون 13, 2026
Homeافغانستانشیخ هبت‌الله اخوندزاده:مسولین باید لومړی فرامین په ځان تطبیق کړي

شیخ هبت‌الله اخوندزاده:مسولین باید لومړی فرامین په ځان تطبیق کړي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د وزیرانو شورا غونډه د «اسلامي امارت» د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په مشرۍ په کندهار کې جوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په غونډه کې شيخ هبت‌الله له مسوولینو وغوښتل چې د صادر شویو فرمانونو محتوا په دقت سره وڅېړي، د هغو د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي او عامو خلکو ته یې موخې او ارزښتونه په روښانه ډول بیان کړي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې حکومتي مسوولین باید تر هر څه وړاندې خپله د دغو فرمانونو په عملي کولو کې بېلګه وګرځي او د اطاعت اصل په پام کې ونیسي.

د غونډې پر مهال شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي چې هېڅ دوره تلپاتې نه ده او د ټولنې مشران او مسوولین باید داسې کړنې او اصول پرېږدي چې راتلونکي نسلونه ترې د ښه تاریخ، سالمو ارزښتونو او نېکو اخلاقو میراث ترلاسه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here