د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې به د نشهیي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د نشهیي توکو کارونه لا هم د افغانستان له مهمو روغتیايي او ټولنیزو ستونزو څخه دي.
د نشهیي توکو د ناوړه استفادې او ناقانونه قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت ياد سازمان ویلي چې اوس مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې ۱۱ مرکزونه او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعال دي.
د دغه سازمان په وینا، یاد مرکزونه د اعتیاد درملنه، د رواني روغتیا خدمتونه او له درملنې وروسته د ناروغانو ملاتړ برابروي.
همداراز د ښځو، ماشومانو او تنکیو هلکانو لپاره ځانګړي خدمات هم وړاندې کېږي.
دې سازمان ویلي چې په کابل، کندهار او هلمند کې نور د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه هم فعالیت لري، چې سلګونه کسان پکې د بیارغونې او رواني مشورې خدمات ترلاسه کوي.
دغه سازمان د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او تخنیکي ملاتړ له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د تریاکو له لویو تولیدوونکو څخه دی او دغه راز د جګړو، بېوزلۍ، بېکارۍ او بېځایه کېدو له امله د نشهیي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی دی.

