راپورونه ښیي چې د بلجیم حکومت ویلي، د کډوالۍ موضوع پر سر د خبرو لپاره یې د طالبانو د حکومت د پلاوي د غړو نومونه ترلاسه کړي او د ویزو د ورکړې لپاره یې د وروستۍ مخینې او امنیتي ارزونې بهیر پیل کړی.
د بلجیم د حکومت په وینا، د طالبانو د پلاوي د احتمالي سفر موضوع لا د ارزونې په پړاو کې ده او تر اوسه د ویزو په اړه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي به د دغه پلاوي مشري وکړي خو تراوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
اروپایي ټولنې ټینګار کړی چې له طالبانو سره دا خبرې یوازې د کډوالو د بېرته ستنولو د موضوع لپاره دي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو مانا نه لري.
بل لور، یو شمېر اروپایي سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د طالبانو د پلاوي له احتمالي سفر سره مخالفت کړی او له بلجیم یې غوښتي چې هغوی ته ویزې ور نه کړي.
دغې موضوع د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او په بهر کې د افغان فعالانو توند غبرګونونه هم راپارولي او ټینګار کوي که اروپایي ټولنه په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو ته درناوي کوي نو له طالبانو سره دې اړیکې نه عادي کوي.

