د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو پر ضد د بریدونو له لارې د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که واشنګټن غبرګون وښيي، تهران به یې پایلې وویني.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، ایران لږ تر لږه څلور بریدګرې بېپیلوټه الوتکې د هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو پر لور توغولي، چې د ده په وینا، امریکايي ځواکونو یې درې راغورځولي، خو یوه بله له یوې سترې سوداګریزې بېړۍ سره لګېدلې او زیان یې ورته اړولی دی.
هغه ټینګار وکړ چې دا اقدام د اوربند له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او ویې ویل: «دوی باید دا کار نه وای کړی. که موږ ځواب ورکړو، ډېر ژر به یې پایلې وویني.»
ټرمپ تر دې وړاندې هم په خپلې ټولنیزې شبکې کې ورته ادعاوې کړې وې او ایران یې د سیمې د امنیت د ګواښلو او د نړیوالو سمندري لارو د بېثباته کولو په هڅه تورن کړی و.
تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

