د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ د پراختیا ادارې چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د غونډې پر مهال هندي لوري ژمنه کړې چې افغانستان ته به په رسمي ډول د هند په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړي او شاوخوا ۲۰۰ افغان سوداګرو او پانګوالو ته به د ګډون زمینه برابره کړي.
دواړو لورو همداراز په نړیوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د حضور پر پراخولو او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

