جمعه, جون 26, 2026
Homeافغانستانګارډین:د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د ستنولو خبرې د افغان...

ګارډین:د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د ستنولو خبرې د افغان ښځو د حقونو له پامه غورځول دي

بریتانوي ورځپاڼې ګارډین په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د اروپایي ټولنې له لوري د طالبانو له حکومت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې، د افغان ښځو، نجونو او نورو افغانانو د حقونو د قرباني کولو معنا لري.

ورځپاڼې ویلي، اروپايي هېوادونه د کابل له سقوط څو کاله وروسته هڅه کوي هغه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي چې په اروپا کې د استوګنې قانوني حق نه لري یا د جدي جرمونو له امله محکوم شوي دي، خو د دې پرېکړې د بشري پایلو په اړه کافي پام نه کوي.

ګارډین ټینګار کړی چې هغه حکومتونه چې د افغان ښځو د ملاتړ ادعا کوي، باید د جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه د پېژندلو، د بشري مرستو د دوام او هغو افغانانو ته د خوندي راتلونکي د برابرولو لپاره هڅې وکړي چې خپل هېواد یې پرېښی دی.

د سرمقالې له مخې، اروپایي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو له حکومت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړې دي، خو دا ډول تماسونه د طالبانو د حکومت مشروعیت د زیاتېدو اندېښنې هم زياتوي.

ګارډین لیکلي، د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو او نجونو پراخ او دوامدار محدودیتونه لګولي، چې پکې د نجونو د زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی څنډې ته کول شامل دي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ځینو افغانانو بېرته ستنول ښايي هغوی د نیونې، شکنجې، ځورونې او حتی د مرګ له خطر سره مخ کړي، په ځانګړي ډول ښځې، د مدني ټولنې فعالان، د طالبانو حکومت مخالفان او هغه کسان چې پخوا یې له لوېدیځو بنسټونو سره کار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here