د افغانستان او کوربه هند ترمنځ د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې وه نن په ځایي وخت ماسپښین ۱۲ بجې پیل شي، په درمشالا کې د باران د ورښت له کبله ځنډېدلې ده.
دا د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ دوه اړخیزه یو ورځنې لوبلړۍ ده، تر دې وړاندې یوازې د یو ورځنۍ لوبو په نړیوالو جامونو او آسیا جامونو کې سره مخامخ شوي.
تراوسه افغان لوبډلې هم په هېڅ فارمټ کې هندۍ لوبډلې ته ماتې نه ده ورکړې او هر ځل چې سره مخامخ شوي بریا د سیالې لوبډلې په برخه شوې.
په ورته وخت هندۍ لوبډلې په خپلو ترسره کړیو وروستیو پنځه یو ورځنیو لوبو کې دوه ګټلي او درې بایللي دي په داسې حال کې چې افغان لوبډلې بیا له پنځو لوبو څلور یې ګټلې دي.
دغه لوبلړۍ هم د دواړو هېوادونو لپاره ډېر ارزښت لري، که افغان لوبډله په کې د یوې لوبې په ګټلو هم وتوانیږي نو بلاخره به د وروستۍ بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه هند ته ماتې ورکړي.

