د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هېدر بار د بلجیم حکومت له لوري د طالبانو د حکومت پلاوي ته د ویزو د ورکړې بهیر شرموونکی بللی.
که څه هم د باجیم حکومت ویلي، د طالبانو د حکومت دپلاوي نومونه یې ترلاسه کړي او د ویزو د ورکړې لپاره یې د وروستۍ مخینې او امنیتي ارزونې بهیر پیل کړی.
که څه هم د طالبانو د پلاوي د احتمالي سفر موضوع لا د ارزونې په پړاو کې ده او تر اوسه د ویزو په اړه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې، خو هېدر بار بیا هم دا کار له شرمه ډکه بللې.
هېدر بار همداراز څو ورځې وړاندې د اروپایي ټولنې له خوا په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو پر ضد له لاریون والو سره د طالبانو د زور زیاتي په غبرګون کې ویلي و که اروپایي ټولنه د افغان ښځو ترڅنګ دریږي نو له طالبانو سره دې اړیکي نه عادي کوي.

