شنبه, جون 13, 2026
Homeافغانستانمیترا مهران: د ښځو نیول او د رواني ستونزو ادعا د ځپلو...

میترا مهران: د ښځو نیول او د رواني ستونزو ادعا د ځپلو بله بڼه ده

د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د عدالت آرشیف بنسټ اېښودونکې میترا مهران د هرات لپاره د طالبانو د حکومت د والي نور احمد اسلام جار د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د ښځو د نیولو او د هغوی په اړه د رواني یا مذهبي ستونزو ادعا د ښځو د ځپلو یوه بله بڼه ده.

مهران په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې د ښځو خپل‌سري نیول او په نامعلومو ځایونو کې ساتل، بیا دا ادعا کول چې هغوی رواني یا مذهبي ستونزې لري، د منلو وړ نه دي.

نوموړې پوښتنه کړې چې له کله نه د سړک غاړې وسله‌وال چارواکي ډاکټران، روان پوهان او عالمان شوي چې د خلکو د رواني او مذهبي وضعیت په اړه سمدستي پرېکړې وکړي.

میترا مهران دا ډول چلند «د ځپلو پټه بڼه» بللې او زیاته کړې یې ده چې د ښځو پر وړاندې د کرکې دا کچه د تصور وړ نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ناوخته د هرات لپاره د طالبانو د حکومت والي نور احمد اسلام جار په دغه ولایت کې د ښځو او نجونو د نیول کېدو په تړاو وویل چې یو شمېر رواني او شرعي ناروغانې یې نیولي څو ورته د بشپړ اسلامي حجاب په اړه لارښوونې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here