د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې مرکې کې ویلي چې ښايي په نږدې راتلونکې کې د ایران پر برېښناکوټونو او پلونو د نویو بریدونو امر صادر کړي.
ټرمپ ویلي، د دې احتمالي پرېکړې لامل د ایران له لوري د خبرو اترو د بهیر اوږدېدل دي.
د هغه په وینا، تهران د یوې موافقې ترلاسه کول تر اړتیا زیات ځنډولي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که د مذاکراتو بهیر بدلون ونه مومي، نو نوې پرېکړې به ونیول شي.
ټرمپ همداراز ادعا کړې چې امریکا په خپلو وروستیو بریدونو کې د هغو راداري سیسټمونو ۵۵ سلنه له منځه وړي چې ایران د اوربند پر مهال بیا رغولي وو.
ایراني چارواکو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

