په ایران کې مېشتې افغان نجونې او ښځې هم د هرات د ښځو د ملاتړ لپاره د یو لاریون په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د سفارت مخې ته راټولې شوې.
لاریون کوونکو د «زده کړو، کار او ازادۍ» شعارونه ورکول او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړه.
دوی له افغانو ښځو سره خپل پیوستون اعلان کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ښځو د حقونو، انساني کرامت او بنسټیزو آزادیو د ملاتړ لپاره لا زیات عملي ګامونه واخلي.
هم مهاله په پاکستان کې هم معترضې ښځې په افغانستان دننه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره په اعتراضیه لاریون راوتلې وې او د افغان ښځو لپاره یې د عدالت او آزادۍ غږ پورته کړ.

