پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی چې د Mi-17 ډوله پوځي چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په مظفرآباد سیمه کې د الوتنې پر مهال غورځېدلې ده.
د پاکستان پوځ ویلي چې په پېښه کې د چورلکې ټول سپاره وژل شوي، خو د هغوی دقیق شمېر یې نه دی څرګند کړی.
چارواکي وایي چې د پېښې د لاملونو د لا روښانتیا لپاره پلټنې روانې دي.

