رویټرز په يو راپور کې ويلي، د قطر مذاکراتي پلاوی د چهارشنبې په سهار تهران ته سفر کړی ترڅو د امریکا او ایران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې وروستي جزییات نهايي کړي.
دا سفر د امریکا له چارواکو سره د مشورو وروسته ترسره شوی دی.
رويټرز وایي چې قطر هڅه کوي د دواړو خواوو ترمنځ پاتې اختلافات حل او د روان کړکېچ د کمېدو لپاره وروستۍ موافقه رامنځته کړي.
تر اوسه د دې احتمالي هوکړې بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

